مې 25, 2019

اشرف غني په سوله کې لغته ووهله

اشرف غني په سوله کې لغته ووهله

خالد افغان زوی

وروسته له څو لسیزو یو ځل بیا د واقعي او فراګیر بین الافغاني تفاهم لپاره زمینه برابره شوې وه. د قطر چارواکو ته دې رب خیر ورکړي چې د یوې داسې سترې تفاهمي غونډې لپاره یې ټول امکانات برابر کړل چې له طالبانو ونیسه، تر پخوانیو تکنوکراتانو، کابل میشتو سیاستوالو، د ګوندونو استازو او د ټولنې بیلابیلو اقشارو به په کې ګډون کاوه او په افغانستان کې د راتلونکې سرتاسري او واقعي سولې لارنقشه به یې ټاکله.

خو داسې معلومیږي لکه د سولې نعمت چې زموږ د دردمن اولس په نصیب کې نه وي. که پخوا زموږ له اولس نه سوله او پخلاینه پردیو استخباراتو او اجنبي لاسونه تروړلې وه، دا ځل د ارګ واکمن اشرف غني چې ځان ته افغان او مسلمان هم وایي زموږ د ملت په دې ناختلي ارمان کې یې لغته ووهله او د ۳۵ میلیونه افغانانو هیلې او امیدونه یې تالا ترغه کړل.

تاریخ او ملت ته باید دا خبره سپینه وي، چې د قطر بین الافغاني تفاهمي غونډې ته طالبانو په ټول اخلاص آمادګي وښوده او د بین الافغاني تفاهم لپاره یې د ملت غوښتنې ته لبیک ووایه. طالبانو له بل هر جهت وړاندې د غونډې لپاره خپل لست نهایي، خپل ګډون یې تضمین او له خپله اړخه یې ټول لازم ترتیبات ونیول. خو په مقابل جهت کې د کابل چارواکو او په سر کې اشرف غني په ځای د دې چې دې غونډې ته په خپل وخت لازم ترتیبات ونیسي، د قطر د بین الافغاني مجلس د ځنډ او خنډ هڅو ته یې لاس واچاوه.

یو وار یې په ارګ کې مرموزې غونډې پيل کړې، د هیئتونو ټاکل او لغو کول یې شروع کړل. ورپسې یې د سرو کرښو او شرایطو خبره را مخې ته کړه. وروسته چې غونډې ته دوه ورځې پاته شوې، د ګډونوالو یو داسې ناشولته لست یې خپور کړ چې یوازې د فیسبوک د ټوکیانو په ښمر  شو او رسنیو ته یې طنزي سوژه په لاس ورکړه. داسې لست چې نه خو د قطر د غونډې له حال او مقام سره ښایېده او نه یې په غونډه کې د منل کیدو امکان و. په سبا چې د قطر د غونډې تنظیموونکو کابل ته د الوتکې د لیږلو اراده وکړه تر څو ګډونوال دوحې ته انتقال کړي د اشرف غني په امر د افغانستان هوایي حریم د قطر د الوتکې په مخ په وتړل شو.

عجیبه دا ده چې په دې هیواد کې که د جنګ او بمبار لپاره د هر چا الوتکو غر او پر جوړ کړی وي هیڅ خبره نه ده. خو د سولې مجلس ته د ګډونوالو وړونکې الوتکه باید را پرې نه ښودل شي. په دې ډول اشرف غني د قطر غونډه چې افغان اولس یې په سخته اورنۍ تلوسه انتظار یوست له بن بست سره مخامخ کړه. تر دې چې د غونډې د تنظیموونکو لخوا مجلس لغو شو.

د اشرف غني لخوا د قطر د سولې په بهیر کې لغته وهل، یوازې د یوې غونډې ځنډول نه دي. بلکې د یوه ۳۵ میلیوني ملت له هیلو، عواطفو او  ارمانونو سره یوه داسې ناروا لوبه ده چې زموږ تاریخ یې بیلګه نلري. نه پوهیږو اشرف غني به خپل وجدان څنګه قانع کوي. هغه چې خپلو اولادونو لپاره د نیویارک د بیجونو خرمستۍ خوښوي خو زموږ په کړیدلي ملت یې حتی د سولې خیال او خوب او یوه تشه تفاهمي ناسته هم نه ده پیروز.

تاریخ به ولیکي چې د دې جګړې دوام او هره ورځ د سلګونو افغانانو د وژل کیدو پړه ځکه د اشرف غني پر غاړه ده چې د سولې د هر غږ په وړاندې یې د تعلل پالیسي غوره کړې او ټوله توجه یې دې ته وه چې څرنګه د دې ملت د ځوانانو په وینو د قدرت د دوام موج سواري وکړي.

Related posts