اګست 24, 2019

د پوهاند زیار د لیکلار جاج / یونس تنویر

د پوهاند زیار د لیکلار جاج / یونس تنویر

(پښتو سبک پوهنه)

سبک د ادبپوهنې د تیورۍ له مخې په پښتو ادب کې پېژندل شوی او دا د شعر یو اړین توکی ګڼل شوی دی. د ایراني پوهانو دا خبره ډېره د مننې وړه ده، چې ویلې یې دي: سبک د کلمو او نښو څخه عبارت دی او دا د ژبپوهنې د تیورۍ اساس دی.

یانې کوم هدف چې د ژبې د بډاینې لپاره دی، هغه زموږ په ادبپوهنه کې ډېر مطالعه شوی دی، حال دا چې د ژبې اصلي پېژندنه د یوې ژبې د کلمو سبکي پېژندنه ده.

د کلمو سبکي جوړښت په دې مانا، چې د یوه سبک په ټولو کلمو کې سمبول او نښه وي، یانې دا د کلمې د ریښې په توګه په ټولو هم سبکه کلمو کې شتون لري، په دې توګه:

را ځینې، درځینې، ورځینې. یا : ویاړ، ویاړل، ویاړلی، ویاړنه. یا ښکیلاک، زبېښاک، نیواک، زورواک، بلواک. یانې پورتني سبکي تړونونه د بېلابېلو حالاتونو مانا او مفهوم لري. پورتنۍ کلمې؛ ټولې یو ډول سمبولیکي مفهوم په نښه کوي، یانې پورتنۍ ټولې کلمې یو ځانګړی شکل او نښه لري او دا په پورتنیو کلمو کې سبکي تړون دی، لکه په لومړنۍ بېلګه کې د پلوي نومځرو په مرسته مو هره کلمه د ځانګړي حالت مانا او مفهوم په توګه نومېرلې( مشخصه) ده. په ټولو کلمو کې یې سمبول ( ځینې) او را، در، ور، د پلوي نومځرو په توګه د یوه نوی حالت ، مانا یې را کړې ده.

د یوې ژبې د بډاینې لپاره اړین دا دي، چې ځینې سمبولیکي قواعد وپېژندل شي، لکه په پورته کلمو کې (اک) تکرار. په ټولو کلمو کې یو ډول تکرار شوی او ډېرو نورو ماناو په جوړښت کې یې رغنده ونډه اخیستې ده. دا غږ (اک) په ټولو کلمو کې د مانا ريښه ګڼل کېدای شي او دا خپله یو سمبول دی، چې د کلمو سبک یې رامنځته کړی دي.

اغیز د ریښې په توګه په دغو لاندې کلمو کې د مانا سمبول پاتې شوی دي او دا ددې کلمو سبکي جوړښت دی، لکه: اغیزه، اعیزمني، اعیزمن، اعیزمنتیا.

سبک په ژبه کې دومره نرمښت او سادګي راولي چې هم ښه زده کیږي او هم ښه لنډیږي. هغه ژبې چې اوږده مفاهیم په لنډو جملو کې وړاندې کوي، زر زده کیږي، لکه: عربي او انګریزي ژبې…

موږ په یوه نادرست متن کې دغه جمله: څوک را خبر نه شول. داسې ووایو: څوک پرماباندې خبر نه شول. یانې دغه دوهمه جمله سمبولیک ستایل نه لري، نو په دې لحاظ اوږده او نادرسته لیکل شوې ده، ځکه چې د هر توکي او شي لپاره یو کلمه راغلې ده، نو په دې ډول لومړۍ بېلګه کې یوازې پلوي نومځري (را) د دوهمې جملې ( پرماباندې ) مفهوم ادا کړی دی، په دې توګه لومړنۍ جمله هم اسانه ده او هم ساده.

د پوهاند مجاور احمد زیار د ژبپوهنې دا پالنه ډېره د مننې وړ ده او موږ پښتو لیکوال، رسنوال، ژباړنو ته بایده دا دي چې د دا ډول ژبپوهنې پلوي او پلیوني وکړو، که چیرې په ژبه کې سبکي تړون نه وي، نو د ژبې بډاینه او پرمختیا پیداکېدل ناشونې دي.د ژبې پرمختیا د ژبې لپاره خپلواک جوړښت رامنځته کول دي او پوهاند صیب د ژبې په دې برخه زیات او بهترین کار کړی. د پوهاند زیار صیب دا چاره د ډېرې ستاینې وړ ده، چې د ژبې د بډاینې لپاره ډېر اړین کار کوي.

زیار صیب په خپل نوي کتاب: د پښتو سبکپوهنه کې ویلي دي: سبکپوهنه د ژبپوهنې یوه څانګه ده، لومړۍ ژبه او هله ادب رانغاړي. یانې سبکپوهنه د متنونو له څېړلو او مانا کولو سره کار لري. د سبک پښتو کلمه پوهاند زیار لیکلار نومولې ده.))

دا کتاب د ژبپوهنې د یوه کره اخځ په توګه ډېره باورمنده او وړه سرچینه ده. دا کتاب د پښتو اصلي ژبپوهنې علمي پانګه خپلو لوستونکو ته ورکوي. د پوهاند زیار صیب د متن ژبه، نګه پښتو او خپلواکه ده. ده! په دې کتاب کې له تورو ونیسه ان تر جملې پورې په سبکي ستایل یې ډېرې اړینې خبرې کړې دي.

زموږ ځینې پښتانه تعصبګر د ژبې ازادۍ لپاره یې هیڅ خیر نه رسیږي، ځکه چې دوی هیڅ وخت د خپلې ژبې د ازادۍ خیال نه دی ساتلی، بلکې دوی شعار ساتلی او د نورو کاونډو ژبو په مقابل کې یې حساسیت ښودلی دی، مګر ژبه سیاسي وسیله نه ده، بلکې علمي وسیله ده. هغه ژبې به غني وي، چې دوی د خپلې ژبې لپاره اسانه او خپلواکه لاره رامنځته کړې ده.

زه دې ډېر اړ کړم چې موږ ولې د خپلې ژبې لیکنۍ ازادي نه لرو او یا موږ ولې په خپلو متنونو کې پردۍ کلمې استعمالو او یا زموږ ځینې ملګري به دا فکر وکړي، چې تا ولې په خپلو لیکنو کې پښتني اصطلاحات نه دي کارولي؟

وجه دا ده چې موږ په پښتو کې دځینو علماو له کتابونه پرته، نور ټولو د متن په لحاظ ناخپلواک کتابونه لوستي. دې ډول زده کړې زموږ په لیکنو او مقالو کې د نورو ژبو اصطلاحاتو انعکاس ورکړی او دې شي زموږ نه د متن خپلواکي وړې او که دا نوره هم دود شي،زه یقیني درته وایم چې موږ به د ژبې په نوم څه و نه لرو، حال دا چې موږ که د خپلې ژبې متني ازادي ته ځېر نه شو، نو موږ به خپله ژبه خپلواکه نه وي کړې او که د ژبې خپلواکي غواړئ، نو باید د زیار صیب د ژبپوهنې پلیوني وکړئ.

زما موخه دا ده چې موږ به هم دا هڅه کوو او تاسو د ژبې د ازادي دا هڅه ضرور وکړئ. زه د ماسټرۍ زده کوونکو څخه هیله لرم، تر څو د زیار د کتابونو کلمې د پښتو خپلواک قاموس په توګه راټولې کړي او دا د ماسټرۍ ځکه غوره تیزس دی، چې لومړنۍ پښتو خپلواک قاموس به وي او بیا به موږ وکولای شو، چې ددې (قاموس) په مرسته به موږ د متن ازادۍ ته ډېر پام کړی وي.

دژبې د بډاینې په هیله

۱۳۹۸- ۱- ۲۶

اخځلیکونه:

۱ـ زیار، پوهاند مجاور احمد.(۱۳۹۶هـ ۲۰۱۷م).د پښتو سبکپوهنه.جلال اباد: هاشمي خپرندویه ټولنه.

۲ـ شفیعی کدکني،دکتر محمدرضا.(۱۳۹۳م). موسیقي شعر. ایران:منصور صحافي.

Related posts