لېست که ډېټابېس!

 

جعفر عمریار

بالاخره وروسته له څو ورځو ناندریو ارګ د قطر د بین الافغاني ناستې لپاره یو۲۵۰ کسیزه نوملړیا په اصطلاح ډېټابېس چمتو کړ.
نوموړي ډېټابېس ته د نومونو د ټاکلو په سر له څو ورځو راهیسې د سیاسي ډلو او ټاکنیزو ټیمونو ترمنځ نادرۍ روانې وې، د راپورونو له مخې دا نوملړ همدا نن وروستی شو خو تشویشونه لا پخپل ځای پاتې دي.
دا چې د ولسمشر غني په چارچوب کې هرې ادارې اوهر اداري فعالیت ته سیال او موازي بل فعالیت تشکیلیږي، د نوموړي ډېټابېس د چمتو کولو لپاره هم په ارګ کی پرله پسې ناستې وشوې او د چمتو کولو لپاره یې د پخلاینې د رهبرۍ شورا په نوم یوه کمېټه هم جوړه شوه؛ خو کله چې په ارګ کې د دغه لېست د چمتو کولو لپاره غونډې روانې وې، کله نا کله به له دغه غونډې سره له ارګه د باندې موازي اجرائیه غونډې هم تر سره کېدلې.
که چېرې د قطر د بین الافغاني غونډې د ګډون والو ډېټابېس ته وکتل شي، داسې معلومیږي چې نوموړی ډېټابېس د پوهې یا بل معیار له مخې نه بلکې د کوم سیاسي جوړجاړي له مخې چمتو شوي، ځکه له نوملړجوتیږي چې نوموړی ډېټابېس د اصلي لېست او سیال اجرائیه لېست ترکېب وي.
له بلې خوا په افغانستان کې ډېموکراسۍ تېرو دوو لسیزو دومره سیاسي ډلې زیږولې چې ښایي د افغانستان په دغه سیاسي ناورین کې د ښکېلوټولو سیاسي ډلو استازو ته که په دغه ډېټابېس کې ځای ورکړل شي نو ښایي شمېر یې دومړه ډېر شي چې قطر هم وارخطاء کړي او د غونډې له تر سره کولو لاس په سر شي.
که نوموړي نوملړ ته وکتل شي ځیني نګرانۍ لا هم په ځای پاتې دي؛ ځکه نوموړي نوملړ کې پخوانیو جهادي څېرو لکه ګلب دین حکمتیار، سیاف، عطاء محمد نور او ځینو نورو کسانوته له سره ځای نه دی ورکړل شوي، د راپورونو له مخې عطاء محمد نور خو نن د خپلې یوې رسنیزې اعلاميې په ترڅ کې د قطر په غونډه کې خپل ګډون رد کړ او ورته چمتو شوی لېست یې یو اړخیزه وباله.
له دې سره خوا کې داسې مالومیږي چې دغه نوملړ لا هم وروستی شوی او بشپړ شوی نه وي ځکه، د افغانستان په سیاسي ناورین کې ډېری ښکېلې خواوې لاهم بړوسې او نا خوښه مالومیږي.
د افغانستان اوسنیو پېچلو اقتصادي شرایطو ته په کتلو سره تشویش دا دی چې د قطر غونډې ته د ۲۵۰ کسانو تګ به خپله د ډېپلوماسۍ د اصولو خلاف کار نه وي؟ او بله دا چې د نوموړو کسانو د سفر، ډوډۍ او هلته په قطر کې د دوی مصارف یوه بله ستونځه ده چې آیا د افغانستان غوندې یو بې چاره دولت به وکولای شي چې د دوی مصارف په خپله اوږه واخلي؟ او که د ولسمشر د اقتصادي چارچوب، هوایي دهلیزونو، ولایتونو ته سفرونو او مشورتي جرګې په څېر به دغه اقدام د افغانستان لپاره یو بل ملا ماتوونکی بار شي.
یوه بله ستونځه د نوموړو کسانو د تګ او راتګ د ټولو ترانسپورتي او اداري چارو تنظیم دي، په داسې ډول چې ۲۵۰ کسانو لپاره د وېزو، پاسپورټونو او د دغه ګډونوالو په اړوند د نورو لازمي مالوماتو برابرول به ښايي د یو ساده ورډ ټېمپلېټ یا هم اېکسېل شیټ له وسه تېره خبره وي؛ نو اړینه ده چې د دوی په اړه د اړینو مالوماتو چمتو کولو لپاره یوه پرمختللی اکسېس ډېټابېس ته اړتیا پېښه شي؛ ترڅو یوه باندني هېواد ته په دومره ډېر شمېر کسانو د تګ راتګ او نورې اړینې چارې پکې تنظیم شي.
یوه بله د شرم خبره خو داده چې آیا په دومره ډېر شمېر کسان او په یو باندني هېواد کې ددوی ناسته به د بشري تاریخ د خپل ډول یو بې سارې ریکارډ قایم نه کړي؟ چې دا خبره خپله په نړیواله کچه د افغان سیاستوالو او چارواکو لپاره د شرم وړ خبره ده.
که له دې ټولو ور تېر شو، نوموړي نوملړ ته په کتلو په نوملړ کې شامل کسان یې ډېری په بېلا بېلو سیاسي، مذهبي او قومي لورو پورې تړاو لري په داسې ډول چې دوی خپلو کې سره یوه خوله او اتفاق نه دي، نو دولت به څنګه وکولای شي چې لږ تر لږه په راتلونکې بین الافغاني ناسته کې ددوی د خپل منځي اخ وډب مخه ونیسي. په داسې حال کې چې دوی خپلو منځو کې هم یوبل سره همغږه نه مالومیږي او یو او بله ته سره ښه پاخه دي.
تر ټولو لویه د نګرانۍ وړ خبره خو دا ده چې کله افغان سیاستوال د مسکو ناستې ته تللي وو د طالبانو د روزل شوو ډېپلوماتانو له رویې او ځیرکتیا دومره اغېزمن شوي وو، چې له بېرته راګرځېدو وروسته هر یوه یې په تلویزوني، راډیویي او نورو سیاسي ناستو کې بلکل طالبي اکټونه کول، داسې چې ته به وایې طالب ډېپلوماتانو د هر یوه په دماغ پوره دوې لسیزې کار کړی. لنډه دا چې له طالب سره د دوی دوه ورځو ناستوسره دوی هم کټ مټ طالب ګر ځولي وو، حتې ډېری سیاسي شنونکو خو د مسکو ناسته د غني په وړاندې د طالبانو سیاسي کودتا بللې وه. اوس سوال دا دی ، چې آیا په دومره ډېر شمېر کې ځوان سیاستوال قطر ته له تګ او له بریمنې طالبي ډېپلوماسۍ څخه تر اغېزمن کېدو او بېرته راګرځېدو وروسته به د افغان دولت لپاره د سرخوږي وړ خبره نه وي؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: