اپریل 21, 2019

آیا له جګړې پرته د دښمن مال لوټول جائز دي که نه؟(۲ برخه)

آیا له جګړې پرته د دښمن مال لوټول جائز دي که نه؟(۲ برخه)

جبیر افغان

د تیري وعدې سره سم دیادې موضوع په اړه د مولانا محمد ادریس کاندهلوي رحمه الله کلام ستاسي پر وړاندې ږدم. مولانا رحمه الله فرمایي:

« د بدر د غزا بیان بشپړ شو او په دې اړه آیتونه او صریح روایتونه د لیدونکو پر وړاندې مونږ کېښودل چې دا ترې په خورا څرګند ډول ثابته شوه چې د بدر له غزا څخه د سید الکونین محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم هدف د قریشو پر هغه تجارتي کاروان باندې یرغل کول ؤکوم چې د ابوسفیان په مشري کې له شام څخه را روان ؤ. د مکې د قریشو د کومي حملې دفاع کول یې مقصود نه ؤ. په سیرة النبي کې د علامه شبلي نعماني رحمه الله رایه داده چې د بدر د غزا هدف پر تجارتي کاروان حمله کول نه ؤ بلکي مدینې منورې ته دا خبر را رسېدلی ؤ چې قریش د یو ستر لښکر سره پر مدینه منوره باندې د حملې کولو په موخه را روان دي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی د دفاع کولو په اراده ووت او د بدر غزا رامنځته شوه. د بدر له غزا څخه د هغه صلی الله علیه وسلم هدف پر تجارتي قافله باندې برید کول نه ؤ بلکي له قریشو یې د حملې دفاع کولو اراده وه. د علامه شبلي بیان ختم شو.(سیرة النبي لشبلي نعماني رحمه الله،ج:۱،ص:۱۸۸،۱۷۷)

د علامه شبلي دا خیال او فکر د ټولو محدثینو او مفسرینو د تصریحاتو بلکي د ټولو صحیح او صریح روایتونو خلاف دی.

روی ابن ابي حاتم عن ابي ایوب قال قال لنا رسول الله صلی الله علیه وسلم و نحن بالمدینة اني اخبرت عن عیر ابي سفیان فهل لکم ان تخرجوا الیها لعل الله یغنمناها قلنا نعم فخرجنا فلما سرنا یوما او یومین قال قد اخبروا خبرنا فاستعدوا للقتال فقالوا لا والله ما لنا طاقة بقتال القوم(و لکنا اردنا العیر) فاعاده فقال له المقداد لا نقول لک کماقالت بنوا اسرائیل(ابن حجر فتح الباري، ج:۷ ص:۴۲۴.زرقاني شرح مواهب،ج:۱،ص:۴۱۳)

«ابن ابي حاتم له ابوایوب انصاري رضي الله تعالی عنه څخه روایت کړی دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم مونږ ته په مدینه منوره کې وفرمایل چې ماته خبر راکول شوی دی چې د ابو سفیان تجارتي قافله راتلونکې ده . آیا تاسي دا خوښوئ چې تاسي د هغي تجارتي قافلې د اخیستلو لپاره خروج وکړئ، عجبه نه ده چې الله تعالی د هغي قافلې مالونه د غنیمت په توګه مونږ ته رانصیب کړي. صحابه کرامو رضي الله تعالی عنهم عرض وکړ چې هو! مونږ دا خوښوو. له هغه وروسته مونږ روان شو. د یوې یا دوو ورځ له مزل کولو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې د مکې کفارو ته زمونږ د راوتلو خبر ورکول شوی دی او هغوی له تیاري کولو وروسته زمونږ سره دمقاتلې او مقابلې لپاره را روان دي تاسي هم دهغوی سره د قتال او جهاد لپاره تیار شئ. صحابه کرامو رضي الله تعالی عنهم عرض وکړ چې ای دالله رسوله!(ظاهري اسبابو ته په کتلو) په مونږ کې دا توان نشته چې د ګوتو په شمیر کسان دي د قریشو د بشپړ او مسلح جنګیالي لښکر سره مقابله وکړای شي. جز این نیست مونږ خو د ابو سفیان پر تجارتي کاروان باندې د حملې کولو لپاره راوتلي وو یعني زمونږ دا وهم او ګمان هم نه ؤ چې د قریشو سره به دا رنګه مقابله کووتر څو مونږ د لږ تیاري سره خو راوتلي وای. رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا دا امر تکرار کړ. مقداد رضي الله تعالی عنه ولاړ شو او ویې ویل:ای د الله رسوله!مونږ د بني اسرائیلو په څیر تاته دا نه وایو چې[ اذهب انت وربک فقاتلا انا ههنا قاعدون] چې ته او ستا پروردګار ولاړ شئ وجنګیږئ مونږ دلته درته ناست یو، بلکي مونږ به ستا له وړاندې، شا یوه او بل لوري هر طرف څخه او هر رنګه وجنګیږو.»

د عبدالله ابن عباس رضي الله تعالی عنه په روایت کې راځي:

لما سمع رسول الله صلی الله علیه وسلم بابي سفیان مقبلا من الشام ندب المسلمین الیهم و قال هذه عیر قریش فیها اموالهم فاخرجوا الیها لعل الله ان ینفلکموها فانتدب الناس فخف بعضهم وثقل بعضهم و ذالک انهم لم یظنوا ان رسول الله صلی الله علیه وسلم یلقي حربا و کان ابو سفیان قد استنفر حین دنا من الحجاز یتجسس الاخبار(ابن کثیر البدایة والنهایة،ج:۳،ص: ۲۵۶. تفسیر ابن کثیر،ج:۲،ص:۲۸۸ تفسیر سورة انفال. زرقاني شرح مواهب، ج:۱،ص:۴۱۱)

«نبي کریم صلی الله علیه وسلم چې کله دا واورېدل چې ابوسفیان د تجارتي قافلې سره له شام څخه بیرته را روان دی نو هغه صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته د قافلې لورته د وتلو دعوت ورکړ او ورته ویې فرمایل چې د قریشو قافله راروانه ده چې بې شمیره مالونه یې پکي شته. نو تاسي پر هغي د حملې کولو لپاره ووزئ ښایي الله تعالی هغه ټول مالونه تاسي ته په غنیمت کې درکړي نو ځیني خلګ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په ملتیا ووتل او ځیني پاتي شول.لامل یې دا ؤ چې د خلګو وهم او ګمان هم نه ؤ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د کفارو سره جګړې کولو ته اړ شي. ابو سفیان همدا اندېښنه درلودل ځکه خو یې مسلسلي پلټني کولې تر داسي چې کله ابو سفیان خبر شو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پر قافله باندې د حملې کولو په پار وتلی دی نو سمدستي یې ضمضم غفاري د قاصد په توګه مکې مکرمې ته واستاوه. الی آخر القصة»

ځکه خو حافظ ابن حجر عسقلاني رحمه الله د بخاري شریف په شرح کې لیکي:

والسبب في ذالک ان النبي صلی الله علیه وسلم ندب الناس الی تلقی ابي سفیان لاخذما معه من اموال قریش و کان من معه قلیلا فلم یظن اکثر الانصار انه یقع قتال فلم یجز معه منهم الاالقلیل ولم یأخذوا اهبة الاستعداد کما ینبغي بخلاف المشرکین فانهم خرجوا مستعدین ذابین عن اموالهم(فتح الباري لابن حجر رحمه الله،ج:۷،ص:۲۲۲)

«د بدر د غزا سبب دا ؤ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خلګو ته دابوسفیان د تجارتي قافلې لور ته د وتلو دعوت ورکړ تر څو د هغوی پر بې بسا مال قبضه وکړي ځکه چې په هغه قافله کې مالونه بیخي ډیر وو او خلګ یې لږ ؤ(دیرش یا څلویښت کسان وو) ځکه د اکثرو انصارو دا ګمان هم نه ؤ چې جنګ به کیږي. له همدې امله ډیر کم خلګ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ووتل او د جګړې خاص تیاری یې ونه کړ. په خلاف د مشرکینو چې هغوی د بشپړ تیاري سره له مکې څخه راوتلي تر څو د خپلو مالونو حفاظت او مدافعت وکړي.»

نوربیا…. ان شاءالله

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *