جون 27, 2019

کندوز: طالبانو یوځل بیا پر امنیتي پوستو پراخ بریدونه کړي

کندوز:  طالبانو یوځل بیا پر امنیتي پوستو پراخ بریدونه کړي

عزم(دوشنبه ۱۳۹۸ وری ۲۶)

راپورونه وایي چې طالبانو له څه وقفې وروسته د کندوز ولایت پر ګل تیپه  بریدونه کړي او په اړوند سیمو کې یې ګڼو دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
امنیتي سرچینې وایي،د دې بریدونو پر مهال یو شمیر امنیتي خواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقیق شمیر یې لا نه دی څرګند.
بلخوا بیا طالبانو ادعا کړې، په دې بریدونو کې چې د یادې ولسوالۍ په ودانۍ، باغ شرکت او زرخرید سیمو کې پر میشتو امنیتي ځواکونو ترسره شول، په ترڅ کې یې ۱۷ تنه د ملي اردوعسکر او پولیس وژل شوي، چې جسدونه یې اوس هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي .
طالبانو د نهو نورو عسکرو د ټپي کیدو او زیات شمیر مهماتو د نیول کیدو خبر هم ورکړی دی
خبرپاڼه کې دغه راز یواځې د دریو تنو طالب وسلوالو د ژوبلیدو پخلی شوی دی.

Related posts