جون 27, 2019

د انتخاباتي کمپاین له وېرې غوڅ اکثریت سیاسیونو او چارواکو لویه جرګه تحریم کړه

د انتخاباتي کمپاین له وېرې غوڅ اکثریت سیاسیونو او چارواکو لویه جرګه تحریم کړه

عزم (دوشنبه ۱۳۹۸ وری ۲۶)

لویه مشورتي جرګه چې ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په پای کې ترسره شي، له سختو ننګونو سره مخ شوې ده.
دغه مشورتي جرګه چې د اشرف غني لخوا راغوښتل شوې ،سیاسیون ویره لري چې ښایي واکمن ټیم ترې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ابزارو په توګه کار واخلي.
له همدې امله له تیرې ورځې راهیسې ګڼ شمیر سیاسي څیرو او خپله د حکومت لوړپوړو او واکمنو چارواکو دا جرګه تحریم او په کې یې د نه ګډون پریکړه کړې.

د هغو دولتي چارواکو له ډلې چې دغه جرګه یې تحریم کړې په لومړي سر کې د ګډحکومت نیم واکي مشر ډاکټر عبدالله نوم راغلی چې ورسره د حکومت د سولې د عالي شورا اوسنی مشر کریم خلیلي او د اشرف غني لومړی مرستیال جنرال دوستم هم ملګري شوي دي.

که څه هم تیره ورځ یواځې دوو ګوندونو (وحدت،جنبش) او اجرایه ریاست د مخالفت خبره وه خو اوس دا لاره د اشرف غني نورو سیاسي مخالفینو هم تعقیب کړې ده.
نن سهار د حنیف اتمر په مشرۍ ټاکنیز ټیم چې یونس قانوني او د اجرایه ریاست اوسنی مرستیال محمد محقق یې هم ملتیا کوله، په دې پروسه کې خپل ګډون رد کړ او دا یې راتلونکو ټاکنو ته تر وخت وړاندې کمپایني هڅه وبلله.
تر دې وروسته رحمت الله نبیل چې د ملي امنیت پخوانی مشر او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند دی هم دغه پروسه جعلي یاده کړه او له ګډون کولو په کې تیر شو.

آخوا بیا دو نورو نوماندانو “ احمد ولي مسعود او نورالحق علومي“ هم په یاده غونډه کې خپل ګډون رد کړی او له خپل انتخاباتي آدرسه یې دا جرګه یو نمایشي مانور بللی دی.
تحریم کونکو چارواکو او مشرانو په یوه غږ ویلي چې له دوی سره په دې برخه کې هیڅ مشوره نه ده شوې او دوی یې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د یوه خاص نوماند “ډاکټر غني“ لپاره د انتخاباتي کمپاین هڅه بولي.

ویسا ورځپاڼه وایي، د سیاسي مشرانو او د نیمایي دولت د مشر “ډاکټر عبدالله“ مخالفت داښیي چې مسأله يوازې د غني او ”د كاسې يارانو“ ته پاتې ده چې دا هېڅكله هم د (لويې جرګې) نوم او مفهوم نشي موندلى.

دغه جرګه چې شاوخوا ۵ میلیونه ډالر ورته ځانګړي شوي او د هیواد له مختلفو نقاطو ۲ زره کسان وربلل شوي، طالبانو له وړاندې دسیسه بللې او له خلکو یې په کې د نه ګډون غوښتنه کړې ده.

 

Related posts