اپریل 21, 2019

په فراه کې د نجونو یو ښوونځی په بمونو الوځول شوی

په فراه کې د نجونو یو ښوونځی په بمونو الوځول شوی

عزم(دوشنبه، ۲۶ وری ۱۳۹۸): د فراه د پوهنې ریاست مسوولین وايي، تېره شپه د فراه ښار اړوند د تیویسک په سیمه کې ناپېژانده کسانو د نجونو یو ښوونځی په بمونو الوځولی دی.

د فراه د پوهنې ریاست مرستیال صادق حلیمي وايي، د «شهید بنفشه» د نجونو ښوونځی د حکومت د واک په سیمه کې و او په څو مترۍ کې یې د پولیسو پوسته هم پرته ده.

دی وايي، نه پوهېږي چې یاد ښوونځی چا په بمونو الوځولی، خو دغه ښوونځی په بشپړ ډول له منځه تللی دی.

د هېواد په ګڼو سیمو کې دولتي عسکرو له ښوونځیو پوستې جوړې کړي او یا ځینې ښوونځي په قصدي ډول سوځولي او یا په بمونو الوځولي دي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *