جون 27, 2019

د قطر ناسته؛ افغان حکومت د خپلو ګډونوالو شمېر بشپړ کړی

د قطر ناسته؛ افغان حکومت د خپلو ګډونوالو شمېر بشپړ کړی

عزم(دوشنبه، ۲۶ وری ۱۳۹۸): د ګډ حکومت ځینې چارواکي وايي، د قطر راتلونکې ناسته ته یې د ګډونوالو شمېر بشپړ کړی دی او نوملړ به یې ډېر ژر خپور کړي.

دې ناستې ته د ۱۵۰ کسانو نوملړ چمتو شوی؛ خو ټول ګډون کوونکي به یوازې د یوه افغان په توګه به په دې ناسته کې ګډون کوي او د حکومت استازیتوب به نه کوي.

تراوسه د یادو کسانو نومونه نه دي په ډګه شوي، خو ځینې وزیران، والیان، د سیاسي ګوندونو استازي او د مدني ټولنو غړي پکې شامل دي، چې ۴۰ یې ښځې دي.

د قطر راتلونکې ناسته د روانې اپرېل میاشتې له ۱۹مې نه تر ۲۱ پورې د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړېږي.

طالبانو وار له مخه ویلي وو، که د حکومت اړوند کسان هم په دې ناسته کې ګډون کوي؛ خو نظرونه به یې شخصي بڼه ولري او د حکومت رسمي دریځ به نه وايي.

د لویې مشورتي جرګې، «د پخلاینې مشرتابه شورا» او د قطر راتلونکې ناستې ته تراوسه حکومت په یوه خوله شوی نه دی.

افغان حکومت هڅه کوي چې دې ناستې ته هغه کسان وروپېژني، چې د سولې ضد دي او د همدې له امله تراوسه د ګډون کوونکو بشپړ نوملړ نه دی خپور شوی.

Related posts