اپریل 21, 2019

ویسا: که عبدالله ته د لویې جرګې نیمایي واکونه ور نه کړل شول؛ ښایي لغوه شي

ویسا: که عبدالله ته د لویې جرګې نیمایي واکونه ور نه کړل شول؛ ښایي لغوه شي

عزم (دوشنبه ۱۳۹۸ ،وری ۲۶)

ویسا ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې د دایریدونکې لویې مشورتي جرګې په هکله د ډاکتر عبدالله مخالفت ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې له دې پریکړې سره همهاله د پنځوس سلنې حكومت تر يوه اړخ زياتو برخو د اشرف غني په مشورتي لويه جرګه كې د نه ګډون پرېكړه كړې ده.

ورځپاڼه زیاتوي، دا چې يوه حكومتي اړخ يعنې ډاكتر عبدالله او د ډاكتر غني دواړه مرستيالان (دوستم او خلیلي) له جرګې سره پرېكون كوي ؛ مسأله يوازې د غني او ”د كاسې يارانو“ ته پاتې ده چې دا هېڅكله هم د (لويې جرګې) نوم او مفهوم نشي موندلى. كه نور سياسي اړخونه هم همدغسې اعلان وكړي بيا خو خبره ختمه ده
د ورځپاڼې په وینا، اوس به نو د غني ډله یا د عبدالله ټیم ته امتیازونه مني او د جرګې نيمايي غړي به د يوه او نيمايي د بل اړخ وي. پرېكړه به هم په اصطلاح د حكومت په څېر د ففټي ففټي پر بنسټ وي او یا به هم ارګ د دې جرګې له دایرولو تیریږي.

ورځپاڼې د کابل حکومت چارواکو ته د مشورې په توګه وړاندیز کړی چې خپل مشروعیت ته په کتو سره دې د قطر په بين الافغاني خبرو كې د يوه معقول دريځ له لارې خپله خاتمه په خير كړي او په وینا یې چې كه چارواکي پر همدغه لاره روان وي، د ولس د ژوند او د حكومت، نظام او اساسي قانون په شمول به د لويې جرګې د بدنامولو او سپكاوي تور هم د دوى په تنديو ليك وي

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *