جون 27, 2019

چارواکي: د سرپل سنچارک ولسوالۍ د سقوط وروستۍ شیبې شمیري

چارواکي: د سرپل سنچارک ولسوالۍ د سقوط وروستۍ شیبې شمیري

 

عزم (دوشنبه ۱۳۹۸ وری ۲۶)

د سرپل ولایت ځایي دولتي چارواکي وایي، د دغه ولایت د سنچارک ولسوالۍ د طالبانو تر سختې محاصرې لاندې ده او ښایي ژر سقوط وکړي.

د یادې ولسوالۍ ولسوال نقیب الله دفیق رسنیو ته ویلي، طالبان د ولسوالۍ تر یو کیلو مترۍ پورې رسیدلي او که مرستندویه قواوې ونه رسیدې، ژر به د طالبانو لاس ته پریوځي.

ولسوال وایي، تر یوې ورځې نښتې وروسته طالبانو د سرچتو سیمې او د سنچارک ولسوالۍ د “باشي“ په نوم بازار تر خپل کنترول لاندې راوستلی او اوس د امنیتي ځواکونو دفاعي خط د ولسوالۍ په یو کیلو مترۍ کې پروت دی .

‏طالبانو هم د سرچتو د نیول کیدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې د سنچارک ولسوالۍ اړوند سرچتو او بازار باشي سیمې چي دکورونو شمیر یې ۵۰۰۰ ته رسیږي د دولتي ځواکونو له شتون نه  تصفیه کړېې او خلکو یې د همکاري ترڅنګ له طالبانو تود هرکلی کړی دی .
دولتي سرچینو دغه راز خبر ورکړی چې طالبانو ‏‎دسرپل ولایت مرکز اړوند سووغبیل سیمه کي تیره شپه پر میشتو امنیتي پوستو بریدونه کړي ۲ پوستې یې نیولې،  یو سرتیری وژل شوی،  ۱۰ نور ټپیان دي.
په ځوابي ډزو کې ۵ تنو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي د پیښې د پخلي ترڅنګ ویلي چې په دغه برید کې یې ۴ عسکر وژلي او نورو ملګرو یې له خپلو پوستو څخه پښې سپکې کړې دي.

Related posts