اپریل 21, 2019

طالبان: حکومت که جګړه نه غوښته، لږ تر لږه یې باید سولییزه اراده ښکاره کړې وای

طالبان: حکومت که جګړه نه غوښته، لږ تر لږه یې باید سولییزه اراده ښکاره کړې وای

عزم(دوشنبه ۱۳۹۸وری ۲۶)

طالبانو د ورځې خبره تر عنوان لاندې په خپله رسمي سرمقاله کې ویلي،  باور لري چې، د سږ کال پسرلني عملیات به یې  د لویې بریا زیري ولري او پر افغان ولس به  د مفسدینو او  بهرني نیواک تور حاکمیت او استبداد ته به د پائ ټکی کیږدي.

طالبانو د حکومت او امریکایانو لخوا د دې عملیاتو په هکله د غندنې اعلامیو ته په اشارې سره ویلي، مقابل لوری یې پوهیږي چې د “الفتح عملیات“ څه معنا او مفهوم لري او طالب مقاومت ته کوم ډول روحیه او مورال وربښلی شي.

اعلامیه کې راغلي؛

  “د تعجب او حیرت ځای خو دا دی ؛ چې د کابل رژیم غلام او مفسدو چارواکو د خپلو بادارانو په زور او ملتیا د افغان ولس په مقابل کې د خپلو وحشي ملیشو او نام نهاده قطعاتو په توسط د هېواد په لر او بر کې په بېګناه او بېوزلو هېوادوالو سلګونه چاپې وهي او هره شپه د لسګونه مظلومو افغانانو وینې بهوي ، دهغې سر بېره اوس یې د باعفته ولسي وګړو په مقابل کې دې بربریت ته هم لاس ور اوږد کړی ؛ چې د چاپو پر مهال نارینه ځائ پرځائ په ډیرې بې رحمۍ سره شهیدانوي او (تور سرې باعفته میندې ) یې له ځانو سره وړي ؛ خو ددې ناوړه او کرغېړن کردار سربېره بیا مکار او سپین سترګی دښمن په ډيرې سپین سترګۍ سره د اسلامي امارت د پسرلنیو عملیاتو غندنه کوي او استدلال راوړي چې د سولې او مذاکراتو په دوران کې د عملیاتو اعلانول مناسب اقدام ندی“
طالبانو حکومت او امریکایان مخاطب کړي چې یواځې هغه مهال یې له طالبانو د عملیاتو د توقف توقع لرلای شوای ؛ چې دوي خو سولې ته د ژمنتیا په نیت لږ تر لږه د هوايي بمباریو ، شپنیو چاپو او د ډرون بریدونو دا توره او قاتله لړۍ بنده کړې او محدوده کړيې وای ، او یا یې د ۴۰ زرو تنو هغو مظلومو افغانانو له جملې څخه چې د ظلم او بربریت په تورو زندانونو کې ورسره پراته دي حد اقل لس زره تنه سولې ته د تلوسې او تمایل په نیت ازاد کړي وای.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *