جون 27, 2019

بدخشان: تشکان ولسوالۍ کې ۵ پوستې او ۵۷ کلي طالبانو نیولي

بدخشان: تشکان ولسوالۍ کې ۵ پوستې او ۵۷ کلي طالبانو نیولي

 

عزم(دوشنبه، ۲۶ وری ۱۳۹۸): تیره شپه د بدخشان ولایت تشکان ولسوالۍ مرکز ته څیرمه پوستو باندې طالبانو بریدونه کړي دي چې څو کلي او پوستې یې نیولي دي.

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې تیره شپه یې د بدخشان ولایت تشکان ولسوالۍ مرکز ته څیرمه په څو پوستو باندې بریدونه کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو بریدونو په ترڅ کې یې د ولسوالۍ ۵ دفاعي پوستې او ۵۷ کلي یې تر واک لاندې راغلي دي.

طالبانو ویلي چې په یاده جګړه کې یې ګڼ عسکر اوپولیس وژلي او ګڼ شمیر وسلې او مهمات یې لاسته ورغلي دي.

بلخوا د بدخشان امنیتي چارواکي ادعا کوي چې طالبانو له څو لوریو پراخ بریدونه کړي وو خو په شا یې تمبولي دي او طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا پداسې حال کې دی چې تیره ورځ ویل شوي وو چې طالبان د یمګان ولسوالۍ د غرونو له لارې غواړي د تشکان ولسوالۍ مرکز ته څیرمه کلیو باندې بریدونه وکړي.

Related posts