اپریل 21, 2019

فاروق اعظم: د کابل ادارې ته حکومت ویل له افغانانو سره ظلم دی

فاروق اعظم: د کابل ادارې ته حکومت ویل له افغانانو سره ظلم دی

 

عزم(دوشنبه، ۲۶ وری ۱۳۹۸): جهادي او سیاسي شخصیت ډاکټر فاروق اعظم تیره ورځ لندن کې د سولی د ملاتړ یو سیاسي او علمي کنفرانس ته په خبرو کې و ویل چې د کابل ادارې ته حکومت ویل له افغانانو سره ظلم دی.

هغه د طالبانو په اړه و ویل څوک دې دا فکر نکوي چې طالبان به مات کړي طالبان د هیواد یو حقیقت دی ماتول او تسلیمول یی ناممکنه ده.

نوموړي طالبانو ته هم سپارښتنه وکړه او ویې ویل چې طالبان دې له نورو ټولو افغانانو سره په شریکه د هیواد د سیاسي مشکل د حل لپاره لاره هواره کړي.

فاروق اعظم داسې مهال د کابل ادارې ته د حکومت نه ویلو خبره کړې چې طالبان هم تل حکومت ته د کابل ادارې خطاب کوي او موجوده حکومت د بهرنیانو لخوا تپل شوی بولي.

د ویلو ده چې د کابل اداره اوس مهال په یوه سخت دام کې راګیره ده او ټولو سیاسي ګوندونو ورسره پریکون اعلان کړی دی چې له همدې امله بهرنیان هم اوس د حکومت پر ځای سیاسي ګوندونو ته ترجیح ورکوي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *