جون 27, 2019

مسیر: حکومت اصلاً د سولې اراده نه لري

مسیر: حکومت اصلاً د سولې اراده نه لري

عزم(دوشنبه، ۲۶ وری ۱۳۹۸): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د لویې مشورتي جرګې څخه د نیمايي حکومت د نه ګډون په موضوع راڅرخولې ده.
مسیر ورځپاڼې«د ثبات او همپالنې ټیم دریځ او د راتلونکې جرګې برخلیک» تر عنوان لاندې په لیکنه کې لیکلي، چې نه یوازې عبدالله عبدالله په مشرۍ ټیم په راتلونکې لویه مشورتي جرګه کې ګډون نه کوي، بلکې د سولې عالي شورا مشر هم په دغه ناسته کې له ګډون کولو انکار کړی دی.
«د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم ویلي چې د سولې په اړه په جوړېدونکې مشورتي جرګې کې ګډون نه کوي. دغه ټاکنیز ټیم په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه له دوی سره د ګوندونو د استازو په توګه او یا هم په حکومتي کچه سلا مشوره نه ده شوې. له دې سره د اسلامي جنبش، جمعیت اسلامي او د کریم خلیلي په مشرۍ وحدت ګوند استازو ویلي چې د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز ټیم ملاتړي دي او په جرګه کې برخه نه اخلي. دوی ټینګار کوي چې د سولې مشورتي جرګه د افغانستان د ستونزو هواري ته ګټوره نه ده او ګډون پکې نه کوي.»
ورځپاڼې لویه مشورتي جرګه د اشرف غني په مشرۍ د حکومت هڅه بللې ده؛ ځکه اشرف غني د دې جرګې په مټ غواړي د سولې په برخه کې د نوموړي دریځ پیاوړی کړي.
«د سولې د مشورتي لویې جرګې په اړه له وړاندې نیوکې وې، خو اوس چې نیم حکومت او آن د سولې عالي شورا مشر او د هغه ګوند دا جرګه تحریم کړه، نو ستونزې زیاتې شوې دي. که څه هم ارګ وايي چې ولسمشر به د ډاکټر عبدالله اندېښنې واوري، خو داسې نه ښکاري چې دا ستونزه به حل شي. د سولې د مشورتي جرګې سره اختلافات د څو دلایلو پر اساس زیاتېږي. لومړی دا چې لا هم روښانه نه ده چې جرګه پر څه بحث کوي او اصلي دنده یې څه ده. له بله اړخه دا جرګه مشورتي ده او له مشورتي رول پرته نور څه نه شي کولی. بل لامل یې دا دی چې جرګه د ولسمشر غني په فرمایش او خوښه جوړېږي او هڅه کېږي چې د سولې په برخه کې د هغه دریځ پیاوړی کړي. همدې چارې ته سیاسي مخالفین ګوري او مخالفت یې کوي، ځکه چې دا چاره د سولې پر ځای تر ډېره د ولسمشر د موقف له ولسي ښودلو سره مرسته کوي.»
مسیر لیکي، اشرف غني له یوې خوا په کابل کې مشورتي لویه جرګه جوړوي؛ خو له بله خوا په قطر کې د طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ د کېدونکې غونډې مخالف هم دی. یا دې ناستې داسې کسان ورپېژني، چې اصلاً د سولې اراده نه لري او په جګړه کې خپلې ګټې لټوي.
«له بله اړخه ولسمشر غني د قطر له کېدونکې غونډې سره مخالف دی او هڅه کوي چې دا غونډه وځنډوي. د ولسمشر هڅه دا ده چې لومړی جرګه وشي او بیا د قطر غونډه، خو سیاستوال او طالبان بیا ټینګار کوي چې لومړی به د قطر غونډه کېږي. حکومت تر اوسه هم هڅه کوي چې د قطر د غونډې مخه ونیسي. له همدې امله یې تر اوسه پلاوی نه دی ټاکلی او د مصالحې په عالي شورا کې هم نه دي بریالي شوي چې پر یوه پلاوي توافق وکړي. ویل کېږي چې حکومت په پلاوي کې د داسې کسانو پر ګډون ټینګار کوي چې هغوی د سولې مخالف دي او په قطر کې به یې هم هڅه دا وي چې ستونزې ډېرې کړي. سیاستوال دا درک کوي، نو ځکه له جرګې سره مخالفت کوي. اوس چې ټاکل شوې د غويي په نهمه به جرګه جوړه شي، حکومت به ډېره هڅه وکړي چې سیاسي مخالفتونه را کم کړي، خو د سولې په اړه د حکومت او سیاستوالو ترمنځ واټن زیات دی او سخته ده چې لانجه به حل شي.»
ورځپاڼه لیکي، د حکومت او سیاستوالو ترمنځ روان کشمکش کې د سولې هڅې کمرنګه کېږي او له ټولو سیاستوالو یې غوښتي، چې سوله دې د ځاني غوښتنو قرباني کوي.
«د سیاستوالو هڅه دا ده چې جرګه کمرنګه کړي، خو د حکومت هڅه بیا دا ده چې د قطر غونډه کمرنګه کړي. له جرګې سره د عبدالله له مخالفت وروسته داسې ښکاري چې د حکومت دریځ کمزوری کېږي او مخالف سیاستوال یې توانیږي چې حکومت تر فشار لاندې راولي او د قطر غونډه پخپله خوښه وکړي.»

Related posts