اپریل 21, 2019

سیاسي ګوندونه: ‏مشورتي جرګه د افغانستان د ستونزو هواري ته ګټوره نده

سیاسي ګوندونه: ‏مشورتي جرګه د افغانستان د ستونزو هواري ته ګټوره نده

 

عزم(دوشنبه، ۲۶ وری ۱۳۹۸): یو شمیر سیاسي ګوندونه کابل کې راتلونکې د سولې مشورتي لویه جرګه د افغانستان د ستونزو هواري ته ګټوره نه بولي او نه غواړي چې په دغه جرګه کې ګډون وکړي.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې راتلونکو ټاکنو ته د ثبات او همپالنې په نوم د ټیم مشري کوي له دغې جرګې سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې ګډون پکې نه کوي.

له عبدالله عبدالله وروسته د اسلامي جنبش، جمعیت اسلامي او د کریم خلیلي په مشرۍ وحدت ګوند استازو هم ویلي دي چې د ثبات او همپالنې د ټیم ملاتړي دي او دوی به هم په دغه جرګه کې ګډون ونکړي.

دوی ټینګار کوي چې دغه جرګه د افغانستان د ستونزو هواري ته ګټوره نده او ولسمشر غني غواړي له دغې لارې ځان سولې ته خوش وښیي او راتلونکو ټاکنو کې د ځان په اړه ترې ګټه پورته کړي.

د سولې مشورتي لویې جرګې سره د سیاسي ګوندونو پریکون دغه جرګه له ستونزو سره مخ کولی شي او شاید چې بیخي ترسره نشي.

اوس مهال تر نیم حکومت زیات او آن د سولې عالي شورا مشر له دغې جرګې سره پریکون اعلان کړی او پدې نظر دي چې دغه جرګه ستونزې نشي هوارولی.
د سیاسي ګوندونو ترڅنګ یو شمیر لیکوالان او عام سیاسیون هم له دغې جرګې سره مخالف دي.
لیکوال او د سولې فعال ذاکر جلالي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې دا جرګه د هیڅ درد دوا نشي کولی.

«داسې جرګه چې اجنډا یې هم لا واضحه نه ده، د حکومت لومړی او دویمه درجه مشران هم په کې ګډون نه کوي، د نورو سیاسي حلقاتو د ګډون احتمال هم کمزوری برېښي؛ دا جرګه کوم درد دوا کولای شي؟!»

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *