اپریل 21, 2019

لغمان: د هوان مرمۍ له امله ۱۵ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

لغمان: د هوان مرمۍ له امله ۱۵ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

عزم(یکشنبه، ۲۵ وری ۱۳۹۸): له لغمان ولایت څخه ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې نن مازدیګر ۴ بجی د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د هوان مرمۍ له امله ۱۵ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ویل شوي چې د مهترلام اړوند د بسرام لکنډو سیمه کی د یوې پوستې ترڅنګ د هوان ناچاودلې مرمۍ پرته وه چې ماشومانو راخیستې او پرې چاودیدلې ده.

په یاده چاودنه کې د یاد کلی اوسیدونکي ۷ تنه ماشومان په شهادت رسیدلی او ۸ تنه نور ماشومان سخت ژوبل شوي دي.

د سیمې اوسیدونکي وایي د هوان مرمۍ پخوانی نه بلکې د دغې پوستې وه چې د پوستې څنګ ته پرته وه.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *