اپریل 21, 2019

له جګړې پرته د دښمن مال لوټول جائز دي او که نه؟(۱برخه)

له جګړې پرته د دښمن مال لوټول جائز دي او که نه؟(۱برخه)

جبیر افغان

په جګړه کې د دواړو اړخونو له لوري یو بل ته د مالي او ځاني زیان رسولو پوره پوره هڅه کیږي خو ځیني وختونه یوازي مالي زیان مقصود بالذات ګرځول کیږي چې په دې سره له اقتصادي پلوه د دښمن ملا ماتول مطلوب وي. مالي زیان رسول کله له جګړې پرته هم په داسي ډول کیږي چې صرف او صرف د دښمن مال لوټل کیږي نور د دښمن وژل یا نیول هیڅ هدف نه وي.

آیا داسي کول د شریعت له نظره جواز لري چې له جګړې پرته د دښمن مال چور او لوټ کړل شي او بیا د مجاهدینو یا مسلمانانو تر منځ تقسیم کړای شي؟ ښایي د ډیرو خلګو فکر او نظریه دا وي چې د جګړې په ډګر کې چې له دښمن څخه کوم مال د غنیمت په توګه نیول کیږي یوازي هغه مجاهد یا مسلمان ته استعمالول جواز لري. له دې پرته د دښمن مال مقصود بالذات ګرځول پر هغه چور چپاول اچول او لوټول یې جواز نه لري او دا د نورو لوټونو په څیر ناروا کار دی.
خو حقیقت دادی چې د شریعت له نګاه دا عمل داسي مشروع او جائز بلکي ثواب پرې مرتب دی لکه څنګه چې د دښمن وژل او د جګړې پر مهال یې مال لوټول حلال او د ثواب باعث دی او دا دفرض جهاد یوه لازمه او اړینه برخه ده. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې مونږ د دې بې شمیره بیلګي لیدلی شو چې شارع علیه السلام خپله د دې امر کړی دی بلکي خپله یې هم د دښمن د مال د لوټولو او له اقتصادي پلوه د هغوی د ملا ماتولو په موخه سفرونه او غزاګاني کړي دي.

ښه مثال یې د حضرت عبدالله بن جحش رضي الله تعالی عنه سریه ده کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د قریشو پر یوه قافله باندې د حملې کولو لپاره هغوی ولېږل چې د واقد بن عبدالله رضي الله تعالی عنه په غشي ویشتلو سره د قافلې مشر عمرو بن الحضرمي ووژل شو او نور ټول مشرکین وتښېدل. صحابه کرامو پر ټوله قافله باندې قبضه وکړه او همدا په اسلام کې لومړی غنیمت ؤ چې ونیول شو او د مسلمانانو تر منځ تقسیم کړای شو.

همداراز د بدر لویه معرکه که څه هم چې وروسته پکي جنګ واقع شو خو لومړی هدف او د رسول الله صلی الله علیه وسلم وتل د قریشو د قافلې او مال لوټول او له مالي پلوه یې ځپل مقصود ؤ کومه چې د ابو سفیان په مشري کې له شام څخه را روانه وه.

په ځانګړې توګه د دښمن د مال د لوټولو د جواز په اړه مولانا محمد ادریس کاندهلوي رحمه الله په «سیرة المصطفی »کې ډېر په زړه پوري کلام کړی دی. نوموړی په ډاګه د د دښمن د مال د چور کولو په اړه ګڼ شمیر دلائل بیانوي او پر هغه چا کلک رد کوي څوک چې د بدر د غزا لپاره په دې اراده دلائل تراشي چې د دښمن مال لوټول نو ګواکي ښه کار نه دی او د بدر د غزا مقصد د دښمن مال لوټول نه بلکي له مکي مکرمې څخه پر مدینه منوره د قریشو د یرغل کولو په ځواب کې دا یو دفاعي جنګ ؤ چې رامنځته شو. مولانا رحمه الله په ډاګه دا ثابتوي چې د بدر دغزا لومړی هدف هم د قریشو تجارتي قافله لوټول او له اقتصادي پلوه د قریشو ملا ماتول ؤ چې وروسته پکي جنګ هم رامنځته شو. په ننۍ لیکنه کې د مضمون د اوږدوالي له امله پر همدومره لیکنه اکتفاء کوو خو په دې اړه د مولانا رحمه الله مفصله لیکنه به ان شاءالله په راتلونکې برخه کې درسره شریک کړو.

نوربیا…. ان شاءالله

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *