جون 27, 2019

ښار جوړولو وزارت د ناثبت شویو کورونو د ثبت لړۍ پیل کړې

ښار جوړولو وزارت د ناثبت شویو کورونو د ثبت لړۍ پیل کړې

عزم(یکشنبه، ۲۵ وری ۱۳۹۸): د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مسوولین وايي، په ښاري سیمو کې یې د ناثبت شویو کورونو د ثبت په لړۍ کې تراوسه ۶۰۰زره کورونه ثبت کړي او په تېر یوه کال کې یې په ۲۸ ولایتونو کې درې نیم میلیونه جریبه د دولتي ځمکې سروې کړې ده.

د یاد وزارت سرپرست وزیر محمد جواد پیکار وايي، تر ۲۰۲۰ز کال پورې به د نارسمي ملکیتونو لپاره به ۵۰۰۰رسمي سندونه هم ووېشل شي، چې ډېری خلک به د خپلو کورونو رسمي اسناد هم ولري.

د پیکار په خبره، تراوسه په کابل، ننګرهار، هرات او بامیانو کې ۴۰۰۰کورونو ته رسمي سندونه وېشل شوي دي او دغه لړۍ به په راتلونکې کې په لویو ولایتونو کې هم پیل کړي.

په افغانستان کې ډېری خلک د ځمکو په پلور او پېر کې خپلې دوسیې په دولت کې نه ثبتوي، چې دغې چارې د ځمکو په غصب کې هم خپله ونډه لرلې ده.

ډېری خلک څو تنه د شاهدانو په توګه نیسي او د ځمکو اسناد یې هم عرفي وي.

Related posts