جون 27, 2019

طالبان وایي دکندز د مرکز په شمول یې څو ولسوالیو کې ۵ پوستې نیولي

طالبان وایي دکندز د مرکز په شمول یې څو ولسوالیو کې ۵ پوستې نیولي

 

عزم(یکشنبه، ۲۵ وری ۱۳۹۸): تیره ورځ د کندز ولایت څخه د جګړو راپورونه ورکړل شوي وو چې آن د ولایت د بیا سقوط اندیښنې هم خپره شوې وې.

د کندز د سیمئیز روغتون مشر نعیم منګل فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې دوی ته یې ۶۲ ټپیان او ۸ جسدونه وروړي دي.

بلخوا طالبانو ویلي چې دکندز په څلورو ولسوالیو کې یې ۵ پوستې نیولي او ۶۳ امنیتي سرتیري یې وژلي، ۵۲ نور یې ټپیان کړي دي او ۲تنه یې له ګڼ شمیر وسلو سره ژوندي نیولي دي.

طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نویوالفتح عملیاتو سره سم یې دغه پوستې د کندز ولایت مرکز په شمول چهاردرې، خان اباد، ګل تیپې او علی اباد ولسوالیو کې نیولي دي.

دا پداسې حال کې دی چې طالبانو همدا راز د بغلان پلخمري ولسوالۍ اړوند د کابل مزار په لويه لار د ګورګورک په نوم د امنيتي پوستې د نیولو ادعا هم کړې ده.

د کندز او بغلان ولایتي چارواکو پدې اړه تر اوسه څه ندي ویلي.

Related posts