جون 27, 2019

بهرنیو چارو وزارت: پاکستان دې د کابل ـ ډیلي ترمنځ د الوتکو لپاره خپله فضا پرانېزي

بهرنیو چارو وزارت: پاکستان دې د کابل ـ ډیلي ترمنځ د الوتکو لپاره خپله فضا پرانېزي

عزم(یکشنبه، ۲۵ وری ۱۳۹۸): د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني او په کابل کې د پاکستان سفیر نصرالله خان ترمنځ په لیدنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د پاکستان له سفیر غوښتي، چې پاکستان دې د کابل ـ ډیلي ترمنځ خپله فضا پرانېزي او الوتکو ته دې د تګ راتګ اجازه ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، رباني د پاکستاني سفیر څخه غوښتي، څو خپله فضا د کابل ـ ډیلي ترمنځ د پروازونو ترمنځ پرانیستي پرېږدي.

په خبرپاڼه کې راغلي، صلاح الدین رباني د پاکستان له سفیر نصرالله خان څخه دا هم غوښتي، چې پاکستان دې د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي.

پاکستان له تېرو دوو میاشتو راهیسې په خپله فضا د کابل ـ ډیلي ترمنځ الوتکو ته اجازه نه ورکوي؛ خو په دغه لیدنه کې نه دي ویل شوي چې ایا پاکستان به د کابل ـ ډیلي ترمنځ تلونکو الوتکو ته اجازه ورکړي او که نه.

Related posts