جون 27, 2019

د سولـې سـره ناروا لـوبـې

د سولـې سـره ناروا لـوبـې

لیکنه: عبدالباري جهاني

دا چې سوله په افغانستان کې څومره مهمه او حیاتي مسله ده، پر دې خبرې ځکه بحث نه دی په کار چې د سولې په قدر او اهمیت یوازې هغه مظلوم اولسونه پوهېږي چې له سهاره تر ماښامه د جنګ په لمبو کې سوځي « ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي» موږ د اروپا او امریکا په سیوري کې ناست افغانان، چې لا هر یو د ژوند پر ټولو نعمتونو باندې ناشکره هم یو، د سولې په طرحو یوازې د خپلې لیکوالۍ تمرین کوو.

د ۲۰۰۱ کال د نومبر په میاشت کې، چي د طالبانو نظام، د امریکا او ناټو د بمباریو په وجه، ونړېد؛ او طالبان هرې خواته په تېښته کې و، د طالبانو مشرانو، د بُن د جرګې له خوا ټاکل شوي جمهور رییس حامدکرزي ته د تسلیمېد په برخه کې د خبرو غوښتنه وکړه. د امریکا د دفاع وزیر ډانلډ رمز فیلډ د زور او قدرت نشې دومره مست کړی وو چې له طالبانو سره خبري کول یې ونه منل او حامد کرزي ته یې وویل چې امریکا یوازې د هغوی بشپړ تسلیمېدل مني او بس. طالبان تېښتي ته مجبور شول؛ څوک غرونو او لیرې لوېدلو کلیو ته او څوک پاکستان ته ولاړل. رمز فیلډ، د خپل قدرت په زمانه کې، له افغانستان سره هغه څه وکړل چې په تاریخ کې به، له دوستم سره یو ځای، د پښتنو د قصابانو په لیست کې یادیږي. تر دوه زره پنځم او شپږم کال پورې، چي لا طالبانو خپلې قواوې، بیرته نه وې سره را غونډې کړې او لا جنګونه چندانط نه وه پیل شوي نو د رمزفیلډ جنرالانو، د خپلو سات تېریو لپاره، په هلمند، اروزګان، کنړ، ننګرهار او نورو پښتني سیمو کې دلته هلته پر فاتحو، جنازو، ښادیو، ښوونځیو او کلیو کورونو باندې بمبارۍ کولې. په جنګونو کې د وژل شویو کسانو مړي به یې وسوځول، پر مړو باندي به یې بولې وکړې او د خپلو دې شرموونکو اعمالو ویډیوګانې به یې هم واخیستلې. کله کله به یې لا یوه جنرال کومه یوه نیمه شرمونکې بخښنه هم وغوښته. په دې ترڅ کي د اروزګان، کندهار، هلمند، ننګرهار، کونړ او نورو سیمو جنګ سالارانو او جنایتکارانو، چې نومونه یې د آنند ګوپال په کتاب کط راغلي دي، د خپلو امریکايي بادارانو د خوشالولو لپاره، په سل هاوو بېګناه انسانان د طالب جنګیالیو په نوم د ګوانتانامو، بګرام او نورو زندانونو او شکنجو قرباني کړل.

له دوه زره اتم کال څخه وروسته جنګونو دونه زور واخیست چې نور نو هم د افغانستان حکومت او هم امریکایان د سولې کولو پېشنهادونو او پروګرامونو جوړولو ته مجبور شول. دا چې د پردې تر شا څه تیریږي او څه تېر شول او لا وروسته به څه رنګ اخلي؛ زه ځکه څه نه شم ویلای چې د نورو افغان لیکوالانو په څېر تقریبا هیڅ اطلاعات نه لرم. مګر دومره ضرور ویلای شم چي د یوه مظلوم او بې دفاع اولس په سرنوشت بې رحمانه لوبې کیږي او دغه اولس د نارې او فریاد د اورېدلو لپاره یوازې د حق متعال دربار موجود دی او بس.

د سولې له حیاتي مسلې سره، چې یوازي بې دفاع او مظلوم اولسونه یې په قدر او ضرورت پوهېږي، د ربانیانو تر رهبری لاندې د سولې د مسخره شوې شورا د جوړېدلو څخه تر اوسه پورې بهرني دښمنان او کورني ظالمان لوبې کوي. دا پوښتنه به سړی له چا څخه وکړي چې د سولې دې مضحکو شوراګانو، چې په سلو کې نوي غړي یې قاتلان او مسلکي غله دي، په دې څه باندي لسو کالو کې، د سولې لپاره څه کړي دي؟ پوښتنه دا ده چې اصلاً سوله ولې شورا ته ضرورت لري؟ سوله او جنګ خو د حکومت د خپلې پالیسۍ سره اړه لري. حکومت که په ریښتیا د سولې غوښتونکی وي په دوو کلونو کې یې راوستلای شي. دا خبرې اوږده بحثونه غواړي او زه یقین لرم چې که په دې اړه پنځه زره مضامین هم ولیکل شي نه یوازي به موضوع معلومه نه شي بلکې د یوه او بل ستوني به مو ترخه کړي وي. راشی د حکومت د تازه اعلامیې په باب چي یوه ورځ مخکي یې طالبانو ته صادره کړې ده یو څه وږغېږو.

حکومت طالبانو ته، د سولي د مذاکراتو لپاره، درې سره خطونه کش کړي دي چي له هغو څخه په هیڅ توګه تېرېدلای نه شي. لومړی خو په پښتو کي یو متل دی چې وايي، چا په کلي نه پرېښود ده ویل آس مې د ملک په کور کې وتړئ. طالبان وايي، موږ د افغانسنتان له حکومت سره خبرې نه کوو؛ دا د امریکایانو ګوډاګیان دي، دوی د خبرو لپاره سره خطونه ورته کشوي. دا خو په هر صورت.

حکومت وايي، له دریو شیانو څخه چې یو یې اسلامي جمهوري نظام دی، بل اساسي قانون او بل انتخابات دي، نه شي تېرېدلای. دا چې نظام اسلامي جمهوریت دی که نه دی؛ په دې کي زه هیڅ نه شم ویلای؛ دا د عالمانو او سیاست پوهانو کار دی. خو د ملګرو ملتونو او سیګار راپورونه وایي چي د افغانستان په سلو کې پنځه شپېته خاوره د حکومت د مخالفینو یا طالبانو په لاس کې ده. کله چي یوه حکومت د خپلې خاورې تر نیمايي زیاته برخه له لاسه ورکړې وي او په پاتې هیواد کې، د کابل په ګډون امنیت د میلیونونو ډالرو په لګولو او ټوپکو په زور ساتل کیږي نو دا اسلامي جمهوري نظام په کوم ځای کې قایم دی چې له هغه څخه تېرېدل سره کرښه بولي؟ څه باندي یوه میاشت مخکي د امریکا د سي اېن اېن د ټلویزیون یوې مشهورې خبریالې د بلخ له ولایت څخه، چي د رژیم د ترټولو لوی پهلوان عطانور شخصي پاچهي ده، رپوټ ورکړ. د بلخ په ولایت کې یې د طالبانو د قضايي، ادارې، روغتیایي او تعلیمي چارو، ادارو او فعالیتونو په باره کي رپوټ خپور کړ او د سر په سترګو مو د وسله والو طالبانو پر موټرسایکل سپرو ځوانانو ډلې ولیدې، چي په سپینه ورځ آزاد ګرځېدل. د بلخ له ولایت څخه، چې حکومت یې د خپل نفوذ او قدرت سیمه بولي، د نورو پښتني سیمو د وضع اټکل کولای شو. نو دا نظام چیرې دی؟ چي له هغه څخه تېرېدل حکومت ته دومره مهم دي چي سره کرښه یې بولي.

حکومت وايي، چي له اساسي قانون څخه نه شي تېرېدلای. اساسی قانون په ریشتیا هم باید د اداري فساد او مخدره موادو د قاچاق د له منځه وړلو!! او امنیت د ټینګولو!! په څېر د حکومت په لویو لاسته راوړنو کې وشمېرل شي. سړی نه پوهېږي اشرف غني، چي یقینا یې د پوهې سطح د افغانستان تر پوهانو او عالمانو په زر چنده لوړه ده؛ ځکه چې دی خو د نړۍ دوهم متفکر دی!! څرنګه په سپینه ورځ د خپل اولس په سترګو ننوزي. د اشرف غني حکومت خو له لومړۍ ورځې تر اوسه پورې، او سبا هم نه ده معلومه، د خپل اساسي قانون په خلاف چليږي. په اساسي قانون کې خو ولسمشر او د هغه دوه مرستیالان ذکر شوي او وظیفې یې هم معلومې دي. اجراییه رییس او د هغه دوه مرستیالان، چي په هفته کې یو ځل د ولسمشر په څېر د کابینې غونډه کوي، او د هغوی څه باندي دوه سوه مشاورین او په سل هاوو مامورین خو په اساسي قانون کې نشته. دا خو د همدغه اجراییه ریاست برکت دی چې حکومت یې پر دوو مساوي او مخالفو برخو وېشلی او هیڅ کار پر مخ نه ځي. ( دو ګدا دریک ګلیم بجنګد دوشاه در یک اقلیم نګنجد) په زړه پوري خبره خو دا ده چي ولسمشر، د خپل قانوني واک څخه په استفادې سره، د هیواد یو لوی مفسد ضیاءمسعود، چې په دوبۍ کې په میلیونو ډالره نغد ورسره نیول شوي او ټول جهان پرې خبر وو، د ښې حکومتولۍ!! د چارو مشر، او وروسته یې د ،فرمان په زور، خپل دریم مرستیال وټاکی. بیا چې یې خوا ورته بده شوه؛ له بسته سره یې موقوف کړ. د حکومت لومړی مرستیال، د حضرت صاحب مجددي خالد بن ولید رشید دوستم، خو په دې پنځو کالو کي لږترلږه پنځه ځله د خپل حکومت په مخالفت ولاړ شوی او په دې څه باندي دوو کالو کې یې د کابینې مخ نه دی لیدلی. تر دې لا په زړه پوري د اجراییه ریاست د دوهم مرستیال حاجي محمد محقق مسله ده، چې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره یې له کوم بل غله سره لاس یو کړی دی او ولسمشر غني هغه، له دغه امله، برطرفه کړ. محقق صاحب د اشرف غني کابینې ته نه ورځي مګر د اجراییه رییس د کابینې په ټولو اوونیزو غونډو او د وزارتونو د پېشنهاد شویو کړنو په منظوریو کې برخه اخلي. هغه خپل رسمي دفتر او دېوان لري او لکه اشرف غني چې له سره برطرف کړی نه وي بېغمه خپل اجرآت کوي. زه وایم که د جان کېري لپاره، که څه هم چې د اوسني نظام بادار دی خو ظاهراً خارجي دی، په اساسي قانون کي دونه څرګند تغییرات راتللای شي او دومره څرګندې ګډوډۍ منل کېدلای شي نو د طالبانو سره د احتمالي سولط په خاطر، چې یوه حیاتي مسله ده، په اساسي قانون کې کوم جزيي یا کلی تغییر ولي کفر بولو او ولي یې بد ومنو؟

پاته شوه د انتخاباتو مسله چې ولسمشر ته ښايي تر ټولو سرکرښو مهمه وي؛ ځکه چي امریکایانو وویل چې اشرف غني د افغانستان په ټول تاریخ کې لومړنی مشر دی چې په مسالمت آمیزه توګه یې له خپل سلف څخه قدرت تسلیم کړ او ولسمشر شو. نو دا خو ریشتیا هم ډېره لویه لاسته راوړنه ده. نه یوازې اشرف غني بلکه امریکایان یې هم باید تر ټولو مهمه سره کرښه وبولي. مګر دې خبرې ته د چا پام نه دی چې دا اوسنی اسلامي جمهوري نظام او زموږ د خلکو په اصطلاح، دوه سری حکومت خو د همدغو انتخاباتو محصول دی. د ولسمشرۍ د انتخاباتو په نتیجه کې اشرف غني ځان ګټونکی اعلان او ډاکټرعبدالله د هغه اعلان ونه مانه. پښتنو د ګل مرجان یې نه مني اصطلاح ورته جوړه کړه او مطبوعات څه باندي دوې میاشتي ناندریو پر سر اخیستي وه. چي د عبدالله سره د قدرت د وېشلو خبره شوه نو زما ښه په یاد دي چې اشرف غني خپل آواز ته زور ورکړ چي نه یې منو! نه یې منو! نه یې منو! او طرفدارانو به یې هم په چکچکو بدرګه کړ. بالاخره یې، البته د جان کېري په خاطر، ځکه چې پښنتانه خو ډېر مېلمه پالونکي دي، هغه ایتلافي حکومت هم ومانه. تر دې خبرې به ځکه را تېر شو چې دا خبرې په نړۍ کي ډېرې پېښیږی. د امریکا مطبوعات وايي، چي جمهور رییس ډانلډ ټرمپ په دوو کالو کې څه باندي اووه زره ځله دروغ ویلي دي. نو چي د نړۍ تر ټولو د لوی طاقت د جمهور رییس دغه حال وي موږ خو لا غریب او د دوستانو لاس ته محتاج خلک یو.

له ولسمشر سره به ځکه د انتخاباتو حساب نه کوو چې هغه خو پاچا دی. خو څه باندې دوه کاله کیږي چې د پارلمان وخت پوره شوی او په کار وه چې د نوي پارلمان لپاره انتخابات وشي. که انتخابات له دې امله مهم دي چط د خلکو د ارادې ښکارندوی دي، نو پارلمان څرنګه څه باندي دوه کاله تر خپل وخت زیات خپل کار ته دوام ورکوي. څه باندې اووه میاشتې کیږي چې د نوي پارلمان لپاره انتخابات وشول. د هغو انتخاباتو نتایج تر اوسه معلوم نه دي. ځکه چې وايي دومره زیات او څرګند غبن پکې شوی چې ان د افغانستان اوسنی حکومت هم پرې شرمیږي. که څه هم چې ویل کیږي چې حکومت ځکه نتایج نه شي اعلانولای چې په رایه ګیریو کط د حکومتي مامورینو او مقاماتو د څرګندو مداخلو سره سره هم د رایه ګیرۍ نتایج د حکومت له خوښي سره برابر نه وه. والله اعلم. زما به له حکومت څخه هیله دا وي چې هغه سرې کرښې چې دښمنانو ته یې باسي یو ځل پخپله ورته وګوري، هسې نه دوی پخپله تېری ورڅخه کړی نه وي.

که څه هم چې د جنګ اور په هیڅ توګه سوړ شوی نه دی او له یوې تر بلي ورځې پورې په هر صورت زور اخلي؛ خو طالبانو، تازه، د الفتح په نوم جنګي عملیات اعلان کړل. ګواکي د الخندق عملیاتو سم کار نه وو ورکړی. حکومت، په مقابل کي، د خالد په نوم عملیات ورته اعلان کړي دي، چي حکومت وايي یوازي دفاعي بڼه لري. په داسې حال کي چط د سولې په خبرو کي هیڅ ډول پرمختګ نه دی شوی، یا لږ تر لږه مشهود پرمختګ نه دی شوی، حکومت او د سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو دا نوي اعلان کړي عملیات وغندل او هغه یې د سولې په مقابل کې یو بل خنډ وباله.

په کابل کې د څو هفتو راهیسې د سولې لپاره د مصالحې د رهبري شورا د جوړېدږ او په قطر کط له طالبانو سره د خبرو لپاره د یوه با صلاحیته هیات د لېږلو لپاره خبرې روانې وې. حکومت، د خپل پخواني معمول سره سم، د افغانستان تر ټولو بدنام کسان او د سولې تر ڼولو سخت دښمنان را وبلل او د سولط د چارو او مذاکراتو د پرمخ بېولو کار یې وروسپاره. د مسیر ورځپاڼه خو رپوت ورکوي چي ولسمشر او د هغه نیژدې سلاکاران خو په زغرده وايي، چي دوی غواړي د قطر مذاکراتو ته د سولې دښمانان ولېږي. سړی نه پوهېږي چي په دې صورت کې د سولې د خبرو معنی څه ده. البته که حکومت دا خبره کړې هم نه وي او یا سبا ورباندي پښېمانه شي، د مصالحې د وروستۍ ټاکل شوې شورا د غړو ترکیب د مسیر د ورځپاڼي رپوټ تاییدوي. سوله یو ګام بیا لیري شوه او خدای دې د مظلومو ولسونو پر حال ورحميږي.

Related posts