اپریل 21, 2019

الفتح؛ د شیندلو غوښو ارمان!

الفتح؛ د شیندلو غوښو ارمان!

ليكوال:طارق بدر

طالب څپلکې په پښو کړې، موټر سایکل يې په سوال پیدا کړ او پر یوه موټرسایکل يې له ځان سره بل ملګری هم کېناوه، کلاشینکوف يې له پلاره ورپاتې و، تر سر يې دستمال تاو کړ، مخ يې هم نیم پټ کړ، چې حتی خپل کلیوال يې ونه پېژني، ځکه د خرڅلاو بازار يې ګرم دی، هر څوک غواړي ډالر وګټي، خو طالب غواړي د پلار ور پاتې ماشینګڼه، د امریکایانو ټانګ ته ونیسي، خلک به له خندا شنه شول:
ـ د پلاني زوی لېونی شوی، کور اور يې پرېيښی، طالب شوی، په ټوپک طیاره ولي!

خو طالب مقاومت وکړ، پښې يې ټینګې کړې، خړو غونډيو، تورو غرونو او کندو کې به يې د موټر سایکل توس ور خلاص کړ، نیم به يې لاندې کړ نیم باندې او شپه به يې رڼا کړه، سهار به بیا د طالب د زوړ موټرسایکل غورا وه، چې لاړ شي، د ټانګ مخې ته ودرېږي، چې د عزتونو له لوټ، د دین له تخریب او د عقیدې له شنډېدو خپل مسلمانان وساتي، خو مسلمانانو به نارې کړي:
ـ دلته پر دې لار ولاړ، والله بالله که بل څوک وي، ما ولید د پلاني زوی و، ځان يې ښه نغښتی و، ته به وايي چې څوک يې نه پېژني!

د طالب پر ضد، د ږېرې پر ضد، د مدرسې پر ضد، د ملا پر ضد، د اوږدې لمنې پر ضد، د پګړۍ پر ضد، د دین او ديني ثقافت پر ضد، د امریکايي ټانګ ملګرتیا خړې او شینې رنجرې هم وکړه، دا دواړه رینجرې د خړ طالب د موټر سایکل په غورا پسې تر ټانګ په اخلاص کې وې، دوی کفر ته تر کافر ژمن و، کافر به طالب پر سینه وویشت، وبه يې منله چې دې ډنګر وجود يې زرګونه ډالر مصرف وکړ، چورلکې، ټانګونه، تېل او مرمۍ ورپسې ستړې شوې، خو چې وبه يې ویشت، وسایل به يې ترې ټول کړل او جسد به يې د رینجرو په واک کې ورکړ، دوی به د طالب ویښتان په ټانګ پسې وتړل، د کلي کوڅو کې به يې ورېښمین مخ له پېژندنې ویوست، وروسته به يې نیم بربنډ د رینجر پر بانټ وتاړه، ټول کلي کې به يې دوره وخوړه، نورو پتلون کړو به موبایلونه پسې نیولي و:
ـ ای سو، ای سو، دا خوا ستا خځه، مړه دې خوا، زن پنجاب….
د طالب روح به د جسد قربانۍ ته ګوته په غاښ وه، د اسمان پرېښتې به د اشرف المخلوقات دې وحشت ته حیرت یووړې، خو یوبل طالب به دا ویډیو بنده کړه، اسویلی به يې ویوست او پر ملګرو به يې غږ کړ:
ـ دعا ورته کوئ، خدای دې زموږ نیتونه نه خرابوي، خدای دغسې شهادت را په نصیب کوي!

دا د طالب د ژوند پیل و، هغه وخت چې موږ به طالب ته ډوډۍ هم نه ورکوله، شړومبی مو نه ورکاوه، که به مو د مسجد لار ورښوودله، نو بازار کې به عسکرو درولي و:
ـ ته له طالبانو سره لاس لرې، ستا ښځه له پنجاب…
موږ دا مؤقتي ذلت پر ځان نه مانه، خو طالب زموږ د عزت او ایمان ساتنې لپاره ځان، کور، مال او روح ټول په ورغوي کې نیولي و!

تر الفتح!

اوس طالب د فتحې دعوه کوي، اوس طالب پر نړیوال سټیج پر نړیوالو اصطلاحاتو بحث کوي، اوس طالب هغه څوک دی چې خپل د خړې او شنې رینجرې کربوړي ورته سلامي وهي، اوس طالب پر موټرسایکل نه؛ فولډر کې ګرځي، اوس طالب د ولس ساتنې مؤقف پر نړیواله سطحه لري، خو دې ځای ته څنګه ورسید؟

طالب تر ځان اور تاوکړ، طالب تر ځان بمونه وګرځول، طالب د هېواد نه بلکې د بشر په تاریخ کې بې نمونې قربانۍ ته ټټر وواهه، طالب استشهادي اټومي بټۍ پرانیسته، هغه چې بهرني او داخلي دښمنان يې پر رواني ناروغۍ اخته کړل، هغوی چې طالب يې تر نړیوال سټیج ورساوه، هغوی چې د دښمن تر سیمټي دېوالونو، اغزنو سیمونو او هوايي دوربینونو وړاندې ور تېر شول او د دښمن په زړه کې يې د دښمن پر ضد د ځان تکمه کېکاږله، لوخړه شوه، کرېږه شوه، د غوښو بوی فضا پر سر واخیست، د طالب دې قربانۍ، دې سرښندنې او دې زړورتیا ته د اسمان پرېښتې ګوته په غاښ پاتې شوې!

طالب حق لري چې د فتحې دعوه وکړي، طالب حق لري چې لاسونه يې ښکل کړو، طالب حق لري چې د نسلونو نسلونو لپاره يې سلامي ودرېږو، طالب حق لري چې د مشرۍ دعوه وکړي، خو طالب حق نه لري چې د شیندلو غوښو سپکوونکي، د عزتونو لوټونکي، تر ټانک مخکې کېدونکي، د طالب د جسد سوځوونکي، د طالب پر بدن بولي کوونکي، په زندانونو کې جنسي تېري کوونکي، د هېواد پر ناموس برید کوونکي او بالاخره د نړیوال کفر ملاتړ کوونکي، بې له محاکمې، بې له تبادلې، بې د ملګرو له انتقامه، د کرایو په ورکړه، یوازې د رسنیو د تبلیغاتو لپاره ډلې ډلې پرېږدي!

طالب؛ باید خپل دښمن هماغه حلال کړي، زموږ د ځوانانو په نوم داسې جسدونه نه دي پکار؛ چې حتی د کفر لپاره يې خپل ناموس لیلام کړی، که طالب پر دې غولېدلی وي چې یو څو ورځې به فیسبوک او رسنۍ د دوی پر دې چاره شخوند ووهي، نو تر سینې تاو کړي باروتي ځوانانو د دې لپاره خپلې غوښې نه دي شېندلې!

اې مشرانو!
د فدایانو کورنۍ مو څاري!
الله جل جلاله مو ويني، جهاد وینې تویول دي، دلته تر الهي احکامو، وطني، قومي او انساني عاطفه نه شي پورته کېدلی!

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *