اپریل 21, 2019

ویسا: امریکا به له خپلو افغان لاسپوڅو هم مخ واړوي او د ولسي پاڅون ملاتړ به وکړي

ویسا: امریکا به له خپلو افغان لاسپوڅو هم مخ واړوي او د ولسي پاڅون ملاتړ به وکړي

 

عزم (شنبه ۱۳۹۸ وری ۲۴)
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې د امریکایانو په مرګ ژوبله د دولت چارواکو خواشینې او د ولسي مرګ ژوبلې په تړاو د هغوی چوپتیا ته کتنه کړې او ویلي یې دي چې“ هغه حکومت چې د خپل ولس سره په جګړه کې وي، د ولس پر خلاف د پردیو د اجنډا د پلي کولو یوه برخه وي، پایله یې د هغو دېکتاتوري رژیمونو د مشرانو په څېر ده چې په دې څو وروستنیو لسیزو کې د نړۍ په تېره د اسیا په لویه وچه له بد برخلیک سره مخ شول“
ویسا ویلي، په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د حکومت چلند او روش دا دی چې چارواکو یې د بهرنیو او یا ګډو ځواکونو په عملیاتو کې پر ملکي مرګ ژوبلې چوپتیا غوره کړې او له بهرنیانو سره یې بیا د ذلت تر بریده د اطاعت او خلوص اظهار کړی دی؛ په داسې حال کې چې ډېر ځله د بهرنیانو په بمباریو کې ښځې او ماشومان شهیدان شوي ، پر کورونو بمبارۍ شوې خو د چارواکیو له خولې د تسلې لپاره هم کله کومه خبره نه ده شوې.

ورځپاڼه وایي چې دغه حالت نور هم بدتر کیدونکی دی او په وینا یې چې د سولې په روان بهیر کې دا هم ثابته شوې چې د حکومت بهرني ملاتړي او د دوی په اصطلاح دوستان هم اوس پر دوی حساب نه کوي.

ورځپاڼې د مصر، الجزایر، فلپین، عراق او ایران رژیمونو ته اشاره کړې چې په وینا یې ټول د لویدیځ په تېره د امریکا ډېر مخلص اردلیان وو. چې وخت یې را ورسېد امریکا د دوی پر خلاف د ولسي پاڅون ملاتړ کړی او له خپلو لاسپوڅیو یې سترګې اړولې دي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *