اپریل 21, 2019

الفتح عملیات، یو پرځای جهادي اقدام

الفتح عملیات، یو پرځای جهادي اقدام

لیکوال: حبیب مجاهد
په داسې حال کې چې په قطر کې د بین الافغاني تفاهم مشورتي مجلس او په تعقیب یې له امریکایانو سره د مذاکراتو نوی پړاو پیلیدونکی دی، طالبانو همدا نن ( د اپریل ۱۲ مه) د الفتح په نوم پوځي عملیات اعلان کړل. ښایي ځینې هغه چې د طالبانو د بې قید و شرطه تسلیمۍ چورتونه وهي د دې عملیاتو اعلان به یې په مزاج دروند شوی وي او دا به د دوی په خبره د سولې د بهیر نقض بولي. خو د هغوی د خواهشاتو له لحاظ پرته دلته د سولې له مذاکراتو سره هم مهال د پوځي عملیاتو د اعلان څرنګوالی ارزوو او دې خبرې ته تم کیږو چې د اشغال ضد مجاهدین ولې باید خپل نظامي پرستيژ فعال او ژوندی وساتي او خپل ترلاسه کړی پوځي ابتکار او برتري له لاسه ورنکړي.
روان جهاد یوازې د نن ورځې موضوع او آني حادثه نه ده، بلکې روان جهاد او مجاهدین د افغان مؤمن اولس د هغه څلویښت کاله پخواني جهادي پاڅون د وراثت امتیاز لري چې په دې اسلامي هیواد کې د اسلامي نظام د تحکیم، د کفر، الحاد، بې دینۍ، فسق او ګمراهۍ د محو کولو په تکل پیل شوی و. که دا جهاد آبله ورځ د کمونیستي الحاد په خلاف روان و او یا پرون د تنظیمي فساد او هرج او مرج په خلاف ، نو نن ورځ په دې هیواد د ګمراهۍ یو بل ورژن را نازل شوی چې هغه غربي لیبرالیزم، بي دیني او منحط غربي کلتور دی، چې دلته یې په حکومتي دستګاه، رسنیو، فرهنګي مراکزو، معارف، تقنیني ادارو او د ژوند په ټولو اغیزناکو بنسټونو کې نفوذ کړی، زموږ ځوان نسل یې ټارګټ کړی او غواړي دغه په دین مین اولس له خپلو معتقداتو، ارزښتونو او معیارونو پردی کړي.
د دې فتنې د محوې لپاره زموږ د اولس متدین قشر جهاد پيل کړی، له جهاد نه زموږ هدف د اسلامي شعائرو لوړتیا او د کفري آثارو محو کول دي. زموږ لپاره سره کرښه خپل همدې هدف ته رسیدل دي، دې هدف ته د رسیدو لپاره موږ د جګړې او ډیالوګ له دواړو لارو کار اخیستلی شو. خو په دې کې نشته چې په دغسې معاملو کې ټاکونکی رول د پوځي قوت وي. موږ که د پوځي جهاد په لاره هدف ته ورځو هم نو باید جهادي صفونه مو فعال او ژوندي وي او که د مذاکراتو په میز د خپل هدف تلاش کوو هم دې ته مو اړتیا ده چې په پوځي ډګر کې ځپل شوی دښمن تنزل ته اړ او خپله برحقه مدعا پرې ومنو.
باید په یاد ولرو چې په اوسنۍ نړۍ او خصوصا په نړیوالو سترو سیاسي معاملو کې د اخلاقو، ژمنتیا، وفا بالعهد او مراعات بحث د ناچله سکې په شان کوم ځای نلري. هیڅوک دې دا تمه نه کوي چې که زه د امریکا او یا د هغوی د پیروانو په وړاندې له تنازل او شاتګ څخه کار واخلم نو متقابلا به د دښمن په زړه هم د رحم اوبه تویې شي، خپل اخلاقي مکلفیت به تر سره او یو ګام به شاته شي. تجربو ثابته کړې چې په سیاسي معاملو کې دغسې خوشباوري بې ځایه ده.
د صدام په مشرۍ د عراقي حکومت او له ایران سره د اټومي موافقه لیک تجربې زموږ په وړاندې دي. چې عراقي او ایراني مشرانو د امریکا په خلاف له یو اړخیز تنازل څخه کار واخیست خو متقابلا امریکا د دې په ځای چې باید خپل اخلاقي مکلفیت یې ترسره او له خپلې مدعا یو ګام شاته شوې وای، یو ګام نوره ورمخته شوه، په عراق یې پوځي برید وکړ او ایران ته یې له هستوي تخلیع وروسته تعهد نامه ورڅیرې او بندیزونه یې ورباندې له سره کړل.
د تاجکستان له حکومت سره د اسلامپالو د سولې معاهده هم زموږ په وړاندې ده. چې کله یې پوځي امتیاز ترې واخیست نو بیا یې له یوې مخې وځپل. د دې تجربو په رڼا کې طالبان باید خپل پوځي پرستيژ ته په ډیر اهمیت قائل شي. هغه یوه شاعر ویلي:
که ژوندون غواړې په لستوڼي کې خنجر وساته
دنیا وجود د هیڅ کمزوري او مجبور نه مني
دا دطالب مجاهدینو د همدې سرشار پوځي قوت او ایثار ګر جهادي ځواک برکت دی چې نن ورسره مغرورې امریکا د تفاهم او ډیالوګ په ټغر پلتۍ وهلي. په دنیا کې تر طالبانو ډیر پاخه، پخواني او میلیوني اسلامي حرکتونه شته خو دا چې پوځي ځواک نلري نو څوک یې په خبره غوږ هم نه ګروي. د مصر اخوان المسلمین چې خورا ژورې ولسي ريښې او قدامت لري خو دا چې پوځي وس ورسره نشته نو حتی د مصر السیسي ورسره خبرو ته نه حاضریږي.
مطلب دا چې په نننۍ نړۍ کې که څوک غواړي خپل شتون او بقاء تضمین کړي نو باید په مټو کې زور او په لاس کې توره ولري، که له لاسه توره ولوېده، نو هغه لاس په لستوڼي حساب دی او لستوڼي ته هیڅوک هم د جوړجاړي لپاره لاس نه اوږدوي. په همدې اساس ویلی شو چې د طالبانو لخوا له مذاکراتو سره سره د جهادي سنګرونو تاوده ساتل او د الفتح عملیاتو اعلان یو داسې پر ځای، منطقي او حیاتي اقدام دی چې وخت یې تقاضا کوله او طالبانو د نورو بریمنو ګامونو په شان دغه ګام هم اوچت کړ.
د سولې او تفاهم مذاکرات باید تر هدف پورې د یوې موازې او احتمالي لنډې لارې په حیث جریان پیدا کړي، اما جهادي تشکیلات چې د نظام اصلي عقبه او ستراټیژیک ځواک تشکیلوي لزوما باید فعال او برحال پاته وي. تر څو د دښمن سترګه ترې وسوځي او څوک را باندې د خپلو خواهشاتو د تحمیل چورت ونه وهي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *