اپریل 21, 2019

طالبانو د واکسیناسیون او سره صلیب د ادارې فعالیتونه بند کړي دي

طالبانو د واکسیناسیون او سره صلیب د ادارې فعالیتونه بند کړي دي

 

عزم(پنجشنبه ۱۳۹۸ وری ۲۲)

د طالبانو د نظامي کمیسیون لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د هیواد په ټولو هغو سیمو کې چې د دوی تر واک لاندې دي،   د سره صلیب د نړیوالي اداري او د (ډبلیو . ایچ . او .) اړوند د واکسیناسیون د تطبیق چارې متوقفې شوې دي.

طالبانو ویلي، د دواړو مرستندویه مؤسسو فعالیتونه به تر دوهم امرپورې ځنډیدلي وي او که یې خپلسري فعالیت کاوو، دوی یې د امنیت مسؤلیت پر غاړه نه اخلي.
اعلامیه کې د دې کار د لامل په هکله ویل شوي “ د سره صلیب نړیواله اداره هغه څه چې د اسلامي امارت له مسؤلینو سره یې تعهدات کړي دي، عملا نه اجراء کوي او همدا راز د  (ډبلیو . ایچ. او ) اړوند د واکسیناسیون د کمپاین په تطبیق کې له امنیتي ملحوظاتو څخه پرته ځيني مشکوک حرکتونه  هم تر سترګو شوي“

طالبانو دغه راز ویلي چې له دې څخه پرته نوري مرستندویه ادارې کولای شې چې خپلو فعالیتونو ته د پخوا په شان ادامه ورکړي او هر ځای کې یې دوی د امنیتي ستونزو د مخنیوي ډاډ ورکوي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو  تیرکال د اسد میاشتې په ۲۳مه (د اګست ۱۴مه)، نیټه هم د حکومت په زندانونو کې د بندیانو وضعیت ته د نه پاملرنې له امله د سره صلیب فعالیتونه لغوه کړي و، چې د همدې کال د تلې په ۱۹مه، نیټه په قطر کې د طالب استازو او یادې ادارې د مشرانو تر منځ تر یو لړ خبرو وروسته بیرته طالبانو د دغې نړیوالې کمېټې امنیتي تعهد معتبر کړ او ډاډ یې ورکړ چې سور صلیب کولای شي تر دې وروسته خپل فعالیتونه په پوره ډاډ سره ترسره کړي.

بلخوا د واکسیناسیون پر پروژه چې د امریکا د یهودي میلیاردر بیل ګیټس لخوا یې لګښتونه ورکول کیږي، تورونه دي چې یاد واکسین د خراب کیفیت له کبله د ماشومانو روغتیا ته زیانمن او تر دې ور آخوا یې تطبیق کوونکي کارمندان  د طالبانو په سیمو کې د جاسوسي او حکومت ته د محرمو مالوماتو د چمتو کولو هڅه کوي.

 

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *