جولای 23, 2019

طالبانو او ارګ د عبدالسلام رحیمي کتنه له ملابرادر اخند سره رد کړه

طالبانو او ارګ د عبدالسلام رحیمي کتنه له ملابرادر اخند سره رد کړه

 

عزم(پنجشنبه، ۲۲ وری ۱۳۹۸): له پرون راهیسې رسنیو کې د ولسمشر د دفتر عمومي رئیس او د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملابرادر اخند د کتنې په اړه راپورونه خپریږي.
ویل شوي وو چې دغه لیده کاته د قطري چارواکو په هڅه ترسره شوي دي او طالبان یې دېته لیواله کړي چې ورسره و ویني.

خو دغه راپورونه د ارګ او طالبانو دواړو له لوري رد شول چې ګواکې داسې څه تر اوسه ندي ترسره شوي.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا اوازې بې اساسه او له حقیقت لرې بللي دي.
اعلامیه کې راغلي «ځینو استخباراتي رسنیو آوازه خپره کړه چې ګواکې په قطر کې د اسلامي امارت مرستیال او د دفتر مسئول محترم ملا برادراخند او د کابل ادارې یو استازي سلام رحیمي ترمنځ لیده کاته شوي، چې موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو.
دا د وارخطا دښمن یوه استخبارتي هڅه ده چې غواړي د خلکو ذهنونه مصروف وساتي او د ځان په ګټه تبلیغات وکړي.»

طالبانو ویلي چې طالبانو تر اوسه نه داسې څه ترسره شوي او نه یې په پلان کې شته او داسې اوازې خپروونکي غواړي «د سولې په بهیر کې تشویشونه ایجاد کړي.»

بلخوا بیا د ارګ په رسمي فیسبوک پاڼه هم دا اوازې رد شوي دي.
ارګ وایي «د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر د عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي او د ملا عبدالغني برادر د کتنې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی خبر له حقیقته لیرې او یوه شایعه ده.»

Related posts