«په تېرو درېیو میاشتو کې سل زره افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي»

عزم(پنجشنبه، ۲۲ وری ۱۳۹۸): د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولین وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې له پاکستان او ایران څخه سل زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد وزرات ویاند محمد رضا باهر وايي، ډېری کډوال له ایران څخه راستانه شوي دي او له پاکستان نه د راستانه شویو کډوالو شمېر ۵۶زرو ته رسېږي.

د باهر په خبره، تېر کال هم له ایران او پاکستانه ۷سوه زره افغان کډوال راستانه شوي وو.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال په پاکستان او ایران کې پنځه میلیونه افغانان اوسېږي، چې ډېری یې په یادو هېوادونو کې قانوني اسناد نه لري.

په روان کال کې ۱۳۳ تنه افغانان له اروپا، ۱۵۰۰ له ترکیې او لسګونه له نورو هېوادونو راستانه شوي دي.

د کډوالو وزارت داسې مهال د سلو زرو افغانانو د راستنېدو خبر ورکړی، چې نږدې هره ورځ لسګونه ځوانان له قاچاقي لارو اروپا ته روان دي.

بې‌کاري، فقر، د ژوند لپاره نشت امکانات، ناامني او د حکومت له لوري ناسمه پاملرنه هغه لاملونه دي، چې ډېری کډوال افغانستان ته زړه نه ښه کوي او بهر اوسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close