جون 27, 2019

مسیر: حکومت هره ورځ د سولې ضد کړنې ترسره کوي

مسیر: حکومت هره ورځ د سولې ضد کړنې ترسره کوي

عزم(پنجشنبه، ۲۲ وری ۱۳۹۸): مسیر ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د هلمند وروستۍ پېښې ته اشاره کړې ده او د «د افغاني ارزښتونو فرهنګ ضد حرکتونه او پایلې یې» تر سرلیک لاندې یې سرلیکنه خپره کړې ده.

مسیر لیکي، افغان حکومت ومنله چې له هلمند یې دوې ښځې وړي دي؛ خو دا چې دغه ښځې چا وړي او ولې یې وړي تراوسه حکومت غلی دی.

«چارواکو منلې چې افغان ځواکونو په ګرېشک ولسوالۍ کې شپني عملیات کړي، د یوې ښځې په ګډون یې دوه تنه وژلي او شپږ نور یې له ځان سره وړي چې دوې ښځې هم پکې دي. عملیات د ګرېشک په باوړۍ سیمه کې پر یوه کلینیک شوي چې د مېرمنو درملنه پکې کېده. د هلمند والي بیا پر خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې دغه عملیات د القاعده د غړو پر ضد شوي او دغو ځواکونو دوې ښځې هم له القاعده سره د تړاو له امله وړې دي. عملیاتو ځايي خلک غوسه کړي او پرله پسې لاریونونه کوي. یوازې ځايي خلک نه دي، بلکې دې پېښې ټول افغانان غوسه کړي او دا کار د اسلامي اصولو او افغاني ارزښتونو او دودونو خلاف عمل ګڼي.»

د سرلیکنې د لیکوال په باور، افغان حکومت تل هڅه کړې، چې په دغه ډول پېښو کې بهرنیان پړه نه کړي او داسې ناموسي پېښې هم ځانته منسوبې کړي.

«لا معلومه نه ده چې دا عملیات په مشخص ډول چا کړي دي. د افغان ځواکونو یادونه کېږي، خو نه ویل کېږي چې ملي امنیت، ملي اردو، پولیسو او که صفر یک یا بلې قطعې کړې دي. داسې هم ویل کېږي چې دا عملیات ګډو ځواکونو کړي دي، خو حکومت د تل په څېر بهرنیان له دې پېښې وباسي او پړه یې یوازې افغان ځواکونو ته متوجه کوي.»

ورځپاڼه لیکي، دغه ډول کړنې د هېواد له ارزښتونو سره په ټکر کې دي او د هلمند وروستۍ پېښې څېړنې باید وشي او عاملینو ته یې سخته سزا ورکړل شي.

«دا عملیات چې هر چا کړي دي د افغانیت او اسلامیت ضد عمل دی. افغانان چې همدلته لوی شوي وي او د دې وطن ارزښتونه او دودونه ور معلوم وي، داسې احمقانه او جاهلانه کار نه کوي. اوس استدلال دا دی چې دا ګواکې د القاعده د غړو ښځې وې، یا دا ښځې مجرمې وې او یا دا ښځې د دولت وسله والې مخالفینې وې. که دا ډول ادعاوې سمې هم وي، بیا هم دا یو ناسم او د افغاني دود او ارزښتونو ضد عمل دی. که څه هم اوس حکومتي چارواکي وايي چې ښځې به په باعزته ډول خوشې شي، خو په دې سره ستونزه نه ختمېږي، بلکې باید پیدا شي چې دا بې عزته کار چا او ولې کړی دی. په دغه ډول پېښو سره د افغاني ځواکونو او افغان دولت حیثیت په ځمکه غورځيږي. دا په حقیقت کې د افغان امنیتي ځواکونو د سپکولو او ذلیلولو یوه هڅه ده. خلک پوهېږي چې دا کار به یا بهرنیانو کړی وي او یا به هم هغو کړیو کړی وي چې د بهرنیانو تر مستقیم امر او هدایت لاندې دي او د هغوی په خوښه او اجازه هر ډول جنایتونه کولی شي.»

مسیر لیکي، د سولې د خبرو سره دا ډول کړنې د جګړې پر اور د تېلو پاشلو په معنا دي او حکومت په پوره اخلاص د سولې د هڅو د ګډوډولو هڅې کوي.

«په دې وروستیو کې د ملکي وګړو د وژنې ترڅنګ نور داسې کارونه هم روان دي چې نه یوازې د سولې ضد کړنې دي، بلکې د جګړې پر اور د تېلو پاشل دي. هره شپه عملیات کېږي او د خلکو په کورونو بریدونه او چاپې دي. یو طرف ته د سولې خبرې او بل طرف ته دغه ډول وحشتونه نه سره جوړېږي. په دغو کړنو سره حکومت لا هم د سولې ضد او د جګړې غوښتونکی معرفي کېږي. په دغه کار سره به ولسمشر او له لوېدیځه راغلي څو ملګري به یې لا زیات منزوي شي او خلک به اړ کړي چې پر ضد یې ګام واخلي. دوی ته پکار ده چې نور دا ډول حرکتونه بند کړي او د جګړې او وحشت د شدت پر ځای دې د سولې او پخلاینې لپاره هلې ځلې وکړي.»

Related posts