جون 27, 2019

سل زاهدان او سالار یې محمد صلی الله علیه وسلم(۲۱ برخه)

سل زاهدان او سالار یې محمد صلی الله علیه وسلم(۲۱ برخه)

جبیر افغان
د ایمان ادب
یوه ورځ حضرت عیسی علیه السلام یو غل د غلا کولو پر مها ولید نو هغه ته یې د انبیاء کرامو علیهم الصلاة والسلام په لهجه کې په تیت او نرم غږ وویل:«آیا تا غلا کړې ده؟» حال دا چې حضرت عیسی علیه السلام ته معلومه وه چې نوموړي غلا کړې ده. هغه ځواب ورکړ چې په هغه ذات مي دي قسم وي چې پرته یې بل د عبادت لائق نشته، هیڅکله نه. نو بیا یې هماغه د نبوت د شان او انداز مطابق ورته وفرمایل چې تا پر الله تعالی ایمان راوړ او(حضرت)عیسی(علیه السلام) دي دروغجن وباله.
د خبرو ادب
دغرمې مهال ؤ او د خپلو حواریانو سره کوم خوا روان ؤ په لاره کې یې د بزې یو مړ بچی ولید چې له بد بوی څخه یې خلګ په تکلیف وو. حواریانو یې وویل چې څومره بد بوی ترې ځي او څه ناوړه منظر دی. نو د خبرو د ادب او ښودلو لپاره یې ورته وفرمایل چې غاښونه یې څومره سپین دي.
د حضرت عیسی علیه السلام زهد
حضرت عیسی علیه السلام له خپل وصال وروسته تر شا هیڅ ډول دنیاوي سامان پرېنښود او خپل ژوند یې داسي تیر کړ چې نه خو یې کوم کور جوړ کړ او نه یې هم واده وکړ. ځان یې یوازي د الله تعالی د عبادت او د هغه په لاره کې د هر ممکن کوشش کولو(او دعوت کولو) لپاره خاص کړ. فرمایل به یې چې ما دنیا پړمخي غورځولې او د هغې پر شا سورلۍ کوم زما هیڅ یو زوی نشته چې ومري او نه مي هم کور شته چې ویران شي.
حواریانو ورته وویل چې آیا مونږ ستا لپاره کور اباد نه کړو؟ ویې فرمایل چې زما لپاره د سیلاب د بهېدلو په لار کې کور ودان کړئ. حواریانو ورته وویل چې هغه خو به اباد پاتي نشي. بیا هغو ترې وپوښتل چې آيا ستا لپاره د ژوند د شریکي(مېرمني) بندوبست وکړو؟ ویې فرمایل:هغه مېرمن زه څه کوم چې یوه ورځ یې مرګ تروړوي. یو ځل بیا له هغه علیه السلام څخه پوښتنه وشوه چې آیا ستا لپاره کور جوړ کړو؟ ویې فرمایل: زه له ځان وروسته هیڅ داسي دنیاوي شی پرېښودل نه غواړم چې له امله یې زه یاد کړای شم.
کله چې به هغه علیه السلام له کوم داسي کور سره تېرېده چې څښتنان به یې مړه شوي وو نو هلته به ودرېد او کورته به یې داسي وینا وکړل:
«افسوس دي وي ستا پر هغو مالکانو باندې چې اوس دي وارثان ګرځېدلي دي، هغوی د خپلو تیرو شوو وروڼو سره ستا عمل ولي د عبرت اخیستلو لپاره کافي ونه باله؟!»
حضرت عیسی علیه السلام به په ځمکه کې ګرځېده راګرځېده او خلګ به یې د الله تعالی لورته بلل. هغه علیه السلام دنیا او د هغې رنګینۍ پرېښودلې او د حلال رزق لپاره یې کوشش وکړ.
د یوې غونډي پر مهال حضرت عیسی علیه السلام ته حواریان راغلل او د خواړو په اړه یې سوال وکړ، ویې ویل چې مونږ خواړه څه وخورو؟ هغه علیه السلام ځواب ورکړ چې د اوربشو ډوډۍ.پوښتنه یې ترې وکړه چې څه وچیښو؟ ځواب یې ورکړ: ساده اوبه. بیا یې وپوښتل چې پر چشي ویده شو؟ ویې فرمایل: ځمکه فرش وګرځوئ. او ویې فرمایل کله چې انسان وږی وي نو د ډوډۍ له وچي ټوټې څخه ورته بل شی زیات محبوب نه وي او کله چې تږی وي نو له اوبو څخه ورته زیات کوم شی خوږ نه وي او کله چې پرې ولاړه(درېدل) اوږده شي نو پر ځمکه له ډډه وهلو څخه ورته زیات کوم شی د قدر وړ نه وي.
نوربیا…. ان شاءالله

Related posts