جون 27, 2019

هلمندیو خویندو ته!!

هلمندیو خویندو ته!!

نور احمد نور
د مشهور عباسي خلیفه معتصم بالله د خلافت په دربار کې یو کس ولاړ شو.
ويې ویل: امیر المومنینه! زه له عمریه ښاره راغلی یم، ما یوه نادره کیسه ولیده، یو چاغ عیسائي یوه مسلمانه انجلۍ په مخ په څپیړه ووهله. انجلۍ د بې وسې په حالت کې سوړ اسویلی وکیښ او بې اختیاره یې له خولې دا اواز ووت : { وا معتصماہ}
“ای معتصمه ته چیرته یې زما له حاله ځان خبر کړه”
عیسائي د تمسخر په لهجه ورته وویل :
{ وما یقدر علیه المعتصم! یجیء علی ابلق وینصرک؟!}
” معتصم بالله به څنګه د دې فریاد ځواب درکړي، ایا هغه به په برګ اس سپور تا ته راځي او ستا مرسته به کوي.
او بیا یې هغه انجلۍ په دا مخ په څپیړه ووهله.
معتصم بالله چې دا خبره واوریده له همدې کس نه یې پوښتنه وکړه؛ عموریه چیرته ده؟
هغه کس د عموریه لوری ورته وښود.
معتصم بالله د عموریه لورته مخ واړاوه او ویې ویل:
(لبیک، ایتها الجاریة! البیک،ها ذا المعتطم بالله اجابک)
“زه تیاریم ای انجلۍ! معتصم ستا فریاد اوریدلو ته در روان دی.
خلیفه معتصم له دولس زره برګو اسونو او یو تکړه لښکر سره د عموریه په لور وخوځید، هلته په رسیدلو یې عموریه سیمه کلابنده کړه. کله چې کلابندې اوږده شوه نو له خپلو مشاورینو یې مشوره وغوښته. هغوی ورته وویل: زموږ په ګمان ته عموریه د انګورو او انځرو د پخیدلو په موسم کې فتح کولای شي. څرنګه چې د دې فصل د پخیدلو لپاره اوږد وخت پاتي و نو له همدې کبله په خلیفه دا مشوره ډیره درنه شوه.
خلیفه په همدې شپه له خپلو خاصو ساتونکو سره په پټه د لښکر د کتلو لپاره ووت تر څو معلومه کړې چې مجاهدین په دې باره کې څه وایي.
په همدې کې خلیفه له یوې خیمې سره تیریده چیرته چې یوه آهنګر د آسونو لپاره نالونه تیارول. هغه به ګرم ګرم د اوسپنې نالونه له اوره راکښل او مخته ولاړ غلام به په څټک په هغه وار کاوه. اهنګر به په تیزي سره نال په یو او بل مخ اړاوه او بیا به یې له اوبو څخه ډک لوښې ته غورځاوه. ناڅاپه غلام له یو ځل څټک وهلو سره وویل:
(فی راس المعتصم)
“دا یې د معتصم پر سر”

اهنګر غلام ته وویل: ډیره بده خبره دې وکړه، خپل حیثیت دې ګوره ته حق نلرې چې د خلیفه په باره کې داسي خبره وکړې. –
غلام وویل: ستا خبره سمه ده مګر زموږ خلیفه له عقله خلاص دی، له هغه سره لوی لښکر دی او دی بیا هم حمله ځنډوي.
زما دې په الله قسم وي که خلیفه دا کار ماته وسپاره زه خو به سبا د عموریه په ښار کې یم.
د اهنګر او غلام خبرې چې یې واوریدې نو خلیفه ډیر حیران شو خپل څو ساتونکې یې له خیمې سره پرېښودل او خپلې خیمې ته لاړ.
کله چې سهار شو نو ساتونکو هغه غلام خلیفه ته حاضر کړ.
خلیفه پوښتنه وکړه: د شپې چې ما ستا کومې خبرې واوریدې د هغو د کولو جرأت په تا کې له کومه شو؟
غلام ځواب ورکړ: تا چې څه اوریدلي هغه رښتیا دي، که ته ما د دې جنګ قومندان وټاکې نو زه امید لرم چې الله تعالی به عموریه زما په لاس فتح کړي.
خلیفه وویل: ځه ته مې د پوځ قومندان وټاکلې.
د الله تعالی شان و عموریه فتحه شوه. معتصم ښار ته دننه شو، دستي یې هغه کس راوغوښت چې د انجلۍ فریاد یې تر ده رسولی و او ورته ويې ویل: ما هغې انجلۍ ته ورسوه.
هغه کس خلیفه هغه ځای ته ورساوه او انجلۍ یې راوغوښته.
خلیفه انجلۍ ته وویل:
( یا جاریة! ھل اجابک المعتصم؟)
” ای انجلۍ! وایه معتصم ستا کومک ته راورسید کنه؟
انجلۍ د هو پر ځای سر ورته وښوراوه. خلیفه د عیسائي د نیولو حکم وکړ، عیسائي و نیول شو او انجلۍ ته یې وویل: نن ته له ده خپله بدله واخله.
سبحان الله
دا د مسلمانانو د برم وختونه و چې چا به یې ناموس ته په بده سترګه وکتل دوی به د سر په کاسه کې اوبه ورکولې.
زما هلمندۍ خورې!!
موږ وبخښه! نن په موږ کې هغه ایماني قوت پاتي نه دی نن موږ وخت نلرو چې ستا ساتنه وکړو.
نن موږ ته تر ناموس ساتنې لوی لوی کارونه راله غاړې دي.
موږ د کرکیټ د اتلانه په ستاینه بوخت یو.
نن زموږ ځوانان د اریانا سعید د جامو له دفاع څخه نه دي وزګار، نو ځکه ستا د دفاع غږ نه اوچتوي.
دلته د اشغالګرو په خلاف اواز اوچتول له امنیتې تړونه سرغړونه ده چې زموږ حاکمانو یې دساتنې کلک عزم کړی.
د امریکایې سرتیرو د وژل کیدو ناورین ستا غم ورنه هیر کړی دی.
د سولې له پروژې د انزوا له کبله سر بداله دي او ستا تښتونه غنیمت ګڼي
ای هلمندۍ خورکۍ!!
ته به دې غلطه شوې یې چې ولسمشر د سټیژ پر سر کله کله ښځو ته ګونډه مات شي، خطا وتلې یې! ځکه هغه خوکمپائن ده. آیا ته نه یې خبره چې انتخابات را روان دي؟؟!
ستا به له خبریالانو طمعه وي چې ستا اواز به تر یو ځایه ورسوي، نه نه، هغه خو پخوا لا د یو څو ډالرو په بدل کې خرڅ شوي دي هغوی خو تا القاعده ګڼې او ستا تښتونه له جنګې اصولو سره موافقه ګڼې.
خورکۍ!
ته به د معتصم په طمعه یې، تا به حجاج ته سترګې نیولي وي ته به د عامر لارې څارې…
خو خورکۍ!!
موږ له ډمانو د خپل تیر تاریخ په دفاع اخته یو د پخوانۍ ملالې ساتنه کوو اوسنۍ ملالې ته وزګار نه یو.
خورکۍ موږ وبخښه، موږ معاف کړه زموږ وینه سپینه شوې ده، موږ هغه پخواني مسلمانان نه یواو موږ اوس هغه پخواني افغانان نه یو چې چا به یې ناموس ته چپ لا نشو کتلای.

Related posts