جون 27, 2019

هلمند کې د افغاني غیرت منارونه ولړزول شول!

هلمند کې د افغاني غیرت منارونه ولړزول شول!

هلمند کې د افغاني غیرت منارونه ولړزول شول!

حافظ هجرت

هلمند د افغانستان له هغو ولایتونو څخه یو ولایت دی چې له تیرو څو پېړیو راهیسې پکې د نړۍ د زورورو ، ښکرورو او د تجاوز کونکو لښکرو لکه ( انګریز ، چنګیز ، مغل ، او د روسي دهریانو) غرور او شور له خاورو سره خاورې شوی دی .
له امریکایي یرغل سره سم د انګریز ریښتیني لمسیانو (برطانویانو) د خپلو نیکونو د غچ اخیستلو په موخه هلمند ته خپل روزل شوي پرمختللي او په عصري ټکنالوجۍ سمبال پوځونه راولېږل ترڅو د خپلو نیکونو انتقام واخلي .
خو د څو کلونو په اوږدو کې د هلمند ریښتیني بچیانو د خپلو سرونو په قیمت ورته داسې عبرتناک درسونه ورکړل چې د خپلو نیکونو هغه تیر ” شرمېدلی تاریخ ” یې ورته په یاد او تکرار کړ .

دا چې د هلمند میړنی ولس تل د ایماني غیرت سرلوړی تاریخ له ځان سره لري ؛ نو له همدې امله پرې تل د نړۍ تجاوزګر کافران او د هغوي لاسپوڅي ایمان پلورونکي غلامان د خپل وس تر کچې هڅې کوي ؛ ترڅو د خپلو بې درېغه وحشتونو او جنایاتو په ترڅ کې د هلمند د باتور او غیور ولس د زرین تاریخ هغه مینارونه ونړوي ، کوم چې د هلمند پخوانیو ولسونو د خپلو سرونو او هډونو په قیمت تاسیس کړي دي .

نو په همدې لړ کې صلیبي اشغالګرانو او د هغوي تالې څټي غلامانو څو شپې وړاندې د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په تور پله سیمه کې د ولسي خلکو په کورونو چاپه وهلې چې په ترڅ کې یې د سیمې یو شمېر وګړي په شهادت رسولي او ورسره یې د یوه سیمه ییز ډاکټر (اسد) کور سوځولی او د هغه په شمول یې د هغه د کور ۲ تنه میرمنې هم له ځان سره وړي دي ، چې له امله یې د افغانستان د میړني ولس  د غیرتونو او ننګونو تاریخي مینارونه لړزېدلي دي .

د اشغالګرو او داخلي ځواکونو دغه وحشیانه ، بزدلانه او غیر انساني عمل ته په ځواب کې د کابل رژیم ګڼ شمېر وجدان پلورونکو او ایمان پلورونکو چارواکو او د هغوي ړندو پلویانو دغه عمل د غندلو پرځائ نور هم تائید کړ او دا یې د اشغالګرو او داخلي ګوډاګي ځواکونو یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله ، او زیاته یې کړه چې بهرني او داخلي ځواکونو دغه عملیات د القاعدې په یوه مهم غړي ترسره کړي دي . او نیول شوې میرمنې یې هم د خپل جنایت د برحقه ثابتولو په موخه د القاعدې په ټاپه تورنې کړي او هغوي یې هم خورا خطرناکې بللې دي .

خو حقیقت کې نه ډاکټر اسد القاعده دی او نه د هغه د کور هغه ۲ تنه عاجزې او بې وسه میرمنې چې دوي له ځانه سره وړي دي ، هغه القاعده دي .
د یادې سیمې قومي مشرانو او مخورو سپین ږیرو هم د خپلو مظاهرو په جریان کې د کابل د ګوډاګي رژیم او د هغوي د ړندو پلویانو دغه بې بنیاده او له حقیقت لرې ادعا ناسمه او پروپاګند بللی دی .

دا خو د لمر په څېر یو روښانه حقیقت دی چې دوي (ګوډاګیان) له خپل بادار (امریکا+ناټو) څخه د دغسې وحشیانه پېښو پوښتنه نه کوي او نه یې کولای شي ، حتی چې پخپلو غلامو اذهانو کې یې د پوښتنې کولو فکر او خیال هم نشي راوستلای ، نو له همدې امله خپلې غلامۍ او بې وسۍ ته د پرتوګ ګنډلو په خاطر پخپلو افغاني وروڼو او خویندو د القاعدې ټاپې وهي او د صلیبي کافرانو په بدنامو جرمونو باندې خپلې سترګې پټې کړي .

خو مونږ بې وسه او ناچیزه بندګان د خدائ تعالی له دربار څخه عاجزانه غوښتونکي یو چې الله ﷻ خپل لښکر (طالبان) یو وار بیا د صلیبي لښکرو او د هغوي د غلامانو په مراکزو باندې د ابابیل مرغانو په څېر ورنازل کړي او د دغه بدنامه ، غیر انساني او کرکجن عمل انتقام ترې د دوي په لاسونو واخلي ، ترڅو د افغاني غیرت د لړزېدلي مینارونو زړونو ته قرار او سکون ورسیږي .

پای …………

Related posts