جون 27, 2019

جلالتماب ولسمشره! خبر یې چې پر هلمند څه تېرېږي؟

جلالتماب ولسمشره! خبر یې چې پر هلمند څه تېرېږي؟

هلمندي ځوانانو له خوا؛
په هلمند کې د وروستۍ ناوړه پيښې په اړه ولسمشر غني ته #پرانيستی_ليک

جلالتماب ولسمشره! خبر یې چې پر هلمند څه تېرېږي؟
د هلمند غیرتي ولس د ۲۰۱۴ز کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې د سر په بیه تاسو ته رایې درکړې. زما په څېر په زرګونو ځوانانو د جنګسالارانو او ځايي مافیا ګواښونه پر ځان ومنل، خو د ښه راتلونکي د امیدونو په پار یې ټاکنیزه مبارزه وکړه. موږ تاسو ته د خپلې ارادې پر بنسټ د ولسمشرۍ څوکۍ درکړه، خو تاسو د قانون په خلاف زموږ پر رایو معامله وکړه. موږ زغم وکړ، د وطن د لویو ګټو لپاره مو دا تریخ غرپ نوش جان کړ.

موږ مو تل د اصلاحاتو د لړۍ ملاتړ کړی او د هر ګواښ پر وړاندي مو سینه سپر کړې. نه پوهېږم چې دا د پټو سترګو ملګرتیا به تر کومه درسره کوو؟ هره ورځ مو په لسګونو ځوانان وژل کېږي، په زرګونو کورنۍ مو د جګړې په سبب بې ځایه شوي، طبیعي پېښو ځپلي، د هېواد په کچه تر ټولو خاین والي او مشران مو پر موږ مسلط کړي. هر چارواکی چې دې رالېږلی ښه په خلاص لاس د نشيي توکو د ټینګولو او کاربار کې یې جېب ډک کړی، لا هم مرکز کې د هلمند پر سرنوشت لوبې او معاملې کېږي.

ولسمشره! نن د ژوند خواست نه در څخه کوو، کالي او ډوډۍ نه درڅخه غواړو، نن یواځي د عزت او پت د ساتنې خواست درڅخه کوو. د هلمند د باباجي د میرمنو زړه بوږنوونکې پېښه زموږ لپاره سره کرښه ده. که تاسو او اجرائیه رییس د هلمند د خلکو د عزت او ناموس ننګه ونکړئ، دا پېښه په جدي توګه ونه څېړئ او د وحشت پر دې اوج باندې سترګې پټې کړئ، موږ مو پر افغانیت شکمن کېږو.

تاسو او ډاکټر عبدالله عبدالله چې په ۲۰۱۴ز کال د خپلو څوکیو لپاره څومره نارې ووهلې او همدا اوس چې تاسو د خپلې څوکۍ د ساتنې لپاره څومره نارې وهئ، هیله ده چې د هلمندي ناموس ساتنې لپاره هم ږغ جګ کړئ. دا هغه غیرتي ولس دی چې د ځان ننګه کولای شي، خو د تاریخ پېغور به تاسو ته در پاته وي.

که د هلمند د باباجي د پېښې غم پر وخت ونه خوړل شي، خدای مکړه دا هر څه به په دې حساسو شرایطو کې ډېرې بدې پایلې ولري. دا ږغ مو په دوو دلایلو رسنیز کړ، یو دا چې ستاسو پر شاوخوا داسي هیڅوک نشته چې د ولس سره اړیکې ولري او ولس خپل درد او غم ورته ووايي، دوهم دا چې وژل کېږو غبرګون مو نه دی ښودلی، نن چې مو ناموس ته په بده سترګه کتل کېږي، په هره بیه یې ننګه کوو.

جلالتماب ولسمشره! ستاسو پر شاوخوا غرب پالي خو د افغاني ارزښتونو په ارزښت نه پوهېږي، هیله ده تاسو او ډاکټر عبدالله عبدالله لږ تر لږه د مسئولیت او شرم احساس وکړئ، مړ وجدان مو راویښ کړئ، د هلمند هره قرباني میرمن خپله لور او خور وګڼئ، د عزت ساتنې لپاره یې اقدام وکړئ. مه پرېږدئ چې تاریخ ولیکي چې دواړو د خپلو څوکیو ننګه کولای شول، خو د هلمندیو مظلومو مېرمنو د عزت ساتنې پر ننګه یې سترګې پټولې.

آقامحمد قریشي

د آفغانستان د ځوانانو پارلمان مخکنی رییس
#بشپړ_متن

Related posts