جون 27, 2019

د امریکا لخوا په تورلیست کې د سپاه پاسداران ډلې شاملولو ته سعودي خوښ دی

د امریکا لخوا په تورلیست کې د سپاه پاسداران ډلې شاملولو ته سعودي خوښ دی

 

عزم (سه شنبه ۱۳۹۸ وری ۲۰)

وروسته تر هغه چې امریکا  د ایران ځانګړی ځواک سپاه پاسداران انقلاب په خپل تور لیست کې داخل کړ، سعودي چارواکو ویلي؛  دغه پریکړه ستایي او ورته خوشبین دي.

د سعودي  «الاخباریه» شبکې د دغه هیواد چارواکو له قوله ویلي، د امریکا دغه ګام د تروریستي ډلو د ځپلو او له منځه وړلو په موخه جدي اراده ثابتوي او ملګري ملتونه یې هم باید پر قدم پل کیږدي.

تر دې وړاندې بحرین او اسرائیلو هم د امریکا دغه ګام ستایلی  او تود هرکلی یې کړی ؤ.
بلخوا بیا  ایران امریکا ته ګواښ کړی چې دوی به د ټرمپ د ادارې د دې پریکړې په غچ کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ټول هغه مامورین چې له امریکا بهر په نورو هیوادونو کې دندې ترسره کوي، په خپل تورلیست کې شامل کړي.

Related posts