جون 27, 2019

برېښنا شرکت د خپلو پوروړیو د برېښنا مزي پرې کړي

برېښنا شرکت د خپلو پوروړیو د برېښنا مزي پرې کړي

عزم(سه شنبه، ۲۰ وری ۱۳۹۸): د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولین وايي، لا هم د دغه شرکت څلور نیم میلیارده افغانۍ پور پاتې دی، چې له ډېرو ګواښونو، رسمي مکتوبونو، لویې څارنوالۍ او د امنیتي ادارو له خبرداري سربېره یې بیا هم خپل پورونه نه دي ورکړي.

د یاد شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وايي، د برېښنا شرکت وپتېله چې د خپلو پوروړو د برېښنا مزي پرې کړي؛ څو د برېښنا د لګښت پیسې ورکړي.

د ده په خبره، د برېښنا د مزو له پرې کولو وروسته ځینې کسانو پورونه ورکړي؛ خو لا هم میلیاردونه افغانۍ پور یې پاتې دی.

توحیدي ډاډ ورکړ چې په ټول هېواد کې به د خپلو پوروړو د برېښنا مزي پرې کړي.

ده وویل، د برېښنا پیسې هېچاته هم نه بښل کېږي او ټول پوروړي باید خپل پورونه په خپله ورکړي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، یو شمېر جهادي، سیاسي، د ولسي جرګې غړي، لوړ پوړي چارواکي، زورواکي او پخواني چارواکي د دغه شرکت څلورنیم میلیارده افغانۍ پوروړي دي، چې د بیا ـ بیا غوښتنو سربېره یې هم خپل پورونه نه دي ورکړي.

د پلازمېنې کابل ډېره برېښنا وارداتي ده. افغان حکومت هر کال ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ته د ۲۵۰ میلیونه ډالر د برېښنا د لګښت پیسې ورکوي.

Related posts