اپریل 21, 2019

اروپایي شرکتونه د افغانستان په کانونو کې پانګې اچونې ته لیواله دي

اروپایي شرکتونه د افغانستان په کانونو کې پانګې اچونې ته لیواله دي

 

عزم (یکشنبه، ۱۳۹۸ وری ۱۸)

نن په کابل کې د اروپایي اتحادیې رییس “پیري مایډون“ د کانونو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې څرګنده کړه چې ګڼ اروپایي شرکتونه شته چې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګې اچونې ته لیوالتیا لري.
نوموړي زیاته کړه، په دې برخه کې باید نړیوال په تیره بیا اروپایي پانګوال لا وهڅول شي ترڅو په دغه برخه کې واقعي اقدام وکړي.

مایډون وویل، د افغانستان د کانونو ناقانونه کیندنې نه یوازې د دغه هېواد اقتصاد زیانمنوي، بلکې سلګونه افغانان هم بیکاره پاتې کیږي.

نوموړي دغه راز وویل چې له کانونو څه وسلوالې ډلې په ځانګړي ډول داعشي ملیشې د خپل وسلوال فعالیت په موخه اعظمي استفاده کوي چې باید مخه یې ونیول شي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *