اپریل 21, 2019

د کرکټ ملي لوبډلې ته د اصغر افغان پر ځای درۍ تنه نوي کپتانان ټاکل شوي

د کرکټ ملي لوبډلې ته د اصغر افغان پر ځای درۍ تنه نوي کپتانان ټاکل شوي

 

عزم (جمعه ۱۳۹۸ وری ۱۶)

د لومړي ځل لپاره افغان کرکټ بورډ د کرکټ د دریو مختلفو لوبو (۵۰ اوریزه-۲۰اوریزه او ټسټ) لپاره درۍ بیلابیل لوبغاړي د مشرانو (کپتانانو) په توګه  ټاکلي دي.

کرکټ بورډ وایي د اصغر افغان پر ځای یې د یو ورځنیو لوبو لپاره ګلبدین نایب د لوبډلمشر او ور سره راشدخان د مرستیال لوبډلمشر، د شل اوریزو لپاره لوبډلمشر راشدخان او ورسره مرستیال لوبډلمشر شفیق الله شفق او د ټېسټ لپاره رحمت شاه او ورسره مرستیال لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ټاکلي دي.
کرکټ بورډ داسې مهال د لوبډلې په مشرتابه کې بدلون راولي چې پوره دوه میاشتې وروسته (د مۍ پر ۳۰ مه نیټه) د نویوال جام لوبې په انګلستان او ویلز کې ترسره کیږي.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د کرټ بورډ دې پریکړې ته تونددغبرګونونه ښودلي او ډیریو یې ویلي چې باید د لوبډلمشر د چنج مسئله باید تر نړیوال جام وروسته اعلان شوې وای.

په عین حال کې ‏د کرکټ دوو لوبغاړو راشد خان او محمد نبي د کرکټ بورډ په تازه پریکړه ناخوښي ښودلې. دوی ويلي، چې له نړیوال جام مخکې د لوبډلمشر بدلول پر لوبډلې بد اغېز کوي. دواړو لوبغاړو پر خپل ټویټر ليکلي، اصغر افغان یو کامیاب لوبډلمشر وو او باید پر خپل ځای پاتې شي.

له دې سره همهاله د یاد بورډ  د غوراوي کمېټې په ننۍ غونډه کې د سویلي افریقا د تمریناتي کمپ لپاره ۲۳ کسیزه لوبډله هم اعلان کړې چې په وینا یې له دې ډلې به نړیوال جام ته لوبغاړي ټاکل کیږي.

دا ډله د جمعې په ورځ سوېلي افریقا ته روانه شوه او تر لوبو وروسته به د لوبغاړو د فزیکي جوړښت یا فټنس او ازمایښت په کتلو د نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله ترې غوره شي.

په یاده ۲۳ کسیزه لوبډله کې ګلبدین نایب، راشد خان،‌ رحمت شاه، نبي عیسی خیل، اصغر افغان، حشمت الله شهیدي، شهزاد محمدي، نور علي ځدراڼ، مجیب ځدراڼ، کریم جنت، حمید حسن، دولت ځدراڼ، سمیع الله شینواری حضرت الله ځاځی،عثمان غني، شاپور ځدراڼ،دروېش رسولي، سید شېرزاد، شفیق الله شفق، افتاب علم، نجیب ځدراڼ، قیس احمد او شراف الدین اشرف شامل دي

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *