جون 27, 2019

کرېکټ: د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ پیل شوې

کرېکټ: د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ پیل شوې

عزم(پنجشنبه، ۱۵ وری ۱۳۹۸): د شپږو زونونو ترمنځ د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ نن په ننګرهار، کابل او کونړ کې پیل شوې.

دغه سیالۍ په کابل، ننګرهار او کونړ کې ترسره کېږي، چې امو زون، بند امیر زون، مس عینک زون، سپين غر زون، بوست زون او کابل زون لوبډلې به پکې برخه ولري.

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو کې ۱۵ لوبې ترسره کېږي او د اپرېل په ۲۹ مه پای ته رسېږي.

تېره میاشت کرېکټ بورډ ویلي وو، چې دغه سیالۍ په ښه کیفیت سره ترسره کړي.

د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ په کال کې دوه ځلې ترسره کېږي، چې د دغو سیالیو دویم پړاو به د روان کال په اکتوبر میاشت کې پیل شي.

Related posts