اپریل 21, 2019

افغانستان به روان کال کې۲.۵سلنه اقتصادي وده وکړي

افغانستان به روان کال کې۲.۵سلنه اقتصادي وده وکړي

عزم(پنجشنبه، ۱۵ وری ۱۳۹۸): د اسیا پراختیايي بانک په یوه تازه راپور کې وړاندوینه کړې، چې په روان ۲۰۱۹ز کال کې به د افغانستان اقتصادي وده ۲.۵سلنه وي.

د یاد بانک په راپور کې ویل شوي، تېر کال د افغانستان اقتصادي وده ۲.۲ سلنه وه، خو راتلونکی ۲۰۲۰ز کال کې به دغه سلنه درېیو ته لوړه شي.

د اسیا پراختیايي بانک په خپل راپور کې ویلي، تېر کال افغانستان له سیاسي، وچکالۍ، امنیتي او د ګاونډیو هېوادونو له لوري له اقتصادي ننګونو سره مخ و، چې د همدغو ننګونو له امله یې اقتصادي وده هم ټیټه وه.

دغه بانک افغان حکومت ته سپارښتنه کړې، چې د افغانستان د تلپاتې اقتصادي ودې لپاره دې پر خپلو زېرمو کار وکړي او دوامداره مالي سرچینې دې پیدا کړي.

د اسیا پراختیايي بانک داسې مهال د افغانستان د اقتصادي ودې د لوړوالي وړاندوینه کړې، چې اوس‌مهال ۵۲ سلنه افغانان په فقر کې ژوند کوي او د بې‌کارۍ کچه هم اوج ته رسېدلې ده.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم څو میاشتې وړاندې ومنله، چې له نیمايي ډېر افغانان په لوږه ویده کېږي او درې وخته ډوډۍ نه‌شي پیداکولای.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *