جون 17, 2019

 بروني هیواد:  همجنس بازان او زناکاران به سنګسار کیږي

 بروني هیواد:  همجنس بازان او زناکاران به سنګسار کیږي

عزم (چهار شنبه۱۳۹۸ وری ۱۴)

د بروني هیواد چارواکو د نړیوالو د سخت غبرګون سربیره په دغه هیواد کې د زناکارانو او همجنس بازانو لپاره شرعي حد ټاکلی دی .
د دغه هیواد ولسمشر “ سلطان حسن البلقیه“ ویلي دغه ماده به تر دې وروسته د جزاء برخه وي او په پوره پاملرنې سره به تطبیق کیږي.
نوموړي ویلي، که د هیواد هر تبعه زنا یا همجنس بازي ترسره کړي، سنګسار به شي،  که څه هم یاد شخص غیر مسلم وو.

د بلقیه په وینا تر دې وړاندې یې همجنسبازانو ته سزا اورولې وه خو د کومې نتیجې نه درلودلو له امله یې مجبوراً داځل شرعي سزا اعلان کړه.

د حسن البلقیه دې پریکړې د بشر حقونو د نړیوالو مدافعو بنسټونو اندیښنې راپارولې او له دغه هیواد یې غوښتي چې باید داسزا بیرته لغوه اعلان کړي.
خو د یاد هیواد چارواکي وایي چې دوی اټکل کوي چې د دې سزا اورول به تر ډیره د اخلاقي فساد مخه ونیسي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان په اساسي قانون کې که څه هم د شریعت پابندي او د حنفي فقهې پر تطبیق ټینګار شوی خو په یوه ماده کې ټولو هغو بین المللي قوانیونو ته هم ژمنتیا ښوودل شوې چې په جینوا کې پرې موافقه شوې ده؛ چې همدې مادې د شرعي حدودو  پر پلي کولو هم سیوری غوړولی دی

Related posts