جولای 23, 2019

د ناټو د۷۰ کلیزې مراسم:دولتي چارواکي د نیویارک پرځای کابل کې یوې کوچنۍ غونډې ته بلل شوي

د ناټو د۷۰ کلیزې مراسم:دولتي چارواکي د نیویارک پرځای کابل کې یوې کوچنۍ غونډې ته بلل شوي

 

عزم (چهار شنبه۱۳۹۸ وری ۱۴)

نن د ناټو د  اویایمې کلیزې په مناسبت په نیویارک ښار کې لویه غونډه رابلل شوې چې په کې د نړۍ د زیاتره هیوادونو ولسمشران، لومړي وزیران او بیلابیل چارواکي ګډون کوي.
افغان حکومت چې تر دې وړاندې د ناټو هرې لویې او کوچنۍ غونډې ته بلل کیده،  دغه غونډه کې  چې پر افغان جګړه هم بحث کیږي، د ګډون هیڅ بلنه نه ده ورکړل شوې.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي وایي، دا غونډه د ناټو د ګډونوالو وه او د دوی ګډون ته کومه اړتیا نه وه، ځکه نه دي وربلل شوي.

بلخوا بیا په کابل کې هم د ناټو یادې کلییزې په مناسبت غونډه رابلل شوې وه،  چې په کې د ګډون لپاره اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله او یو شمیر نور افغان چارواکي هم وربلل شوی وو.
خو داچې دا غونډه بیا هم د ناټو د کلیزې اړوند وه،  د ډاکټر عبدالله او نورو چارواکو د ګډون په څرنګوالي دولتي ویاندویان چوپه خوله دي.

عبدالله په دغه ناسته کې وویل،  له طالبانو سره سوله په دې مانا نه ده چې ګواکې نظام به بیرته طالباني وخت ته ور وګرځي بلکې په وینا یې چې د جګړې د پای ته رسولو او د یوه سولییز افغانستان د منځته راتګ هڅې روانې دي چې په کې به د هیڅ وګړي حقوق تلف نه شي .
بلخوا بیا د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې په دغه غونډه کې ټینګار وکړ چې له افغان جګړې یې اصلي موخه د خپلو هیوادونو ساتنه ده او زیاته یې کړه چې له طالبانو سره روانو خبرو ته خوشبین دي.

Related posts