اګست 24, 2019

د 27 رجب په اړه ځیني بدعتونه او خرافات

د 27 رجب په اړه ځیني بدعتونه او خرافات

مفتي محمد تقي عثماني صاحب

ژباړه: جبیر افغان

د ۲۷ رجب د شپې په اړه دا مشهوره شوي دي چې دا شپه د معراج ده او دا شپه هم باید داسي تېره کړل شي څنګه چې د قدر شپه خلګ تېروي او څومره فضیلت چې د قدر د شپې دی، زیات او کم دغومره فضیلت د ۲۷ رجب د شپې هم ګڼل کیږي بلکي ما خو یو ځای داسي لیکلي ولیدل چې:
” د معراج د شپې فضیلت د قدر له شپې څخه هم زیات دی”.
او بیا په دې شپه کې خلګو د لمونځونو ځانګړي طریقې مشهوري کړي دي چې باید دومره رکعتونه وشي او دغه سورتونه باید پکي ولوستل شي. الله ته بهتره معلومه ده چې څه څه تفصیلات د یاد لمانځه په اړه مشهور شوي دي. ښه پوه شئ چې دا ټولي بې بنسټه او بابیزه خبري دي په شریعت کې د هغوی هیڅ اصل او بنیاد نشته.

تر ټولو لومړۍ خبره خو داده چې د ۲۷ رجب په اړه په یقیني توګه نشي ویل کېدلای چې دا هغه شپه ده په کومه کې چې نبي کریم صلی الله تعالی علیه وسلم معراج ته تللی دی، ځکه چې په دې اړه مختلف روایتونه شته ځیني روایتونه ښیي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ربیع الاول په میاشت کې معراج ته تللی ؤ په ځینو روایتونو کې د رجب او په ځینو کې د نورو میاشتو بیان دی. ځکه په یقیني توګه نشي ویل کېدلی چې کومه شپه په حقیقت کې د معراج شپه وه په کومه کې چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د معراج سفر وکړ. له دې څخه تاسي خپله اندازه وکړئ چې که د معراج شپه هم د قدر د شپې په څیر د یو ځانګړي عبادت شپه وای او په اړه یې خاص احکام وای لکه څنګه چې د قدر د شپې په اړه دي نو د هغې د تاریخ او شپې د محفوظ او یاد ساتلو اهتمام به کېدلای. مګر دا چې د معراج د شپې تاریخ محفوظ او یقیني نه دی نو په یقیني ډول د ۲۷ رجب شپه د معراج شپه ښودل بې بنسټه خبره ده او که بالفرض دا ومنل هم شي چې د ۲۷ رحب په شپه رسول الله صلی الله علیه وسلم د معراج سفر کړی وي او په هغه شپه دغه ستره عجیله رامنځته شوې وي چې پکي الله تعالی خپل نبي ته هغه د قرب مقام ورکړ؛ په خپل دربار کې یې د حاضرېدلو شرف ور وبخښه او امت ته یې د لمونځونو سوغات راواستاوه نو یقینا هغه شپه ډیره د فضیلت شپه وه او د هغې په فضیلت کې مسلمان څه شک کولای شي؟! مګر دغه فضیلت هر کال راتلونکې د ۲۷ رجب شپه نه لري.

بیا نو د ځیني روایتونو مطابق د معراج دغه پېښه د نبوت په پنځم کال رامنځته شوه چې مطلب یې دادی چې له هغه وروسته به نبي کریم صلی الله علیه وسلم په ۱۸ کلني ژوند کې د معراج په اړه کوم ځانګړی حکم کړی وي؛ د هغې د لمانځلو امر یې کړی وي یا یې د هغې په اړه ویلي وي چې په دغه شپه د قدر د شپې په څیر ویښ پاتي کېدل د زیات اجر او ثواب لامل دي. (خو داسي هیڅ نشته) نه خو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه کوم داسي قول ثابت دی او نه د هغه په زمانه کې په دغه شپه د ویښ پاتي کېدلو کوم اهتمام کول ثابت دي. نه خپله نبي کریم صلی الله علیه وسلم ویښ پاتي شوی دی او نه یې صحابه کرامو ته پر دې خبره ټینګار کړی دی او نه هم صحابه کرامو له خپل لوري څخه د هغې اهتمام کړی دی.

بیا له دنیا څخه د محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم له سترګړ غړولو وروسته تقریبا تر سلو کلونو پوري صحابه کرام په دنیا کې موجود ؤ په دې سل کاله کې یوه کیسه هم داسي ثابته نه ده چې صحابه کرامو رضي الله تعالی عنهم دي د ۲۷ رحب شپه په کوم خاص ډول لمانځلې وي. نو کوم شی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه صحابه کرامو نه وي کړي نو هغه د دین حصه ګرځول یا د یو سنت په توګه لمانځل بدعت دی. که یو څوک دا ووایي چې زه(نعوذبالله) تر رسول الله صلی الله علیه وسلم ډیر پوهېږم چې کومه شپه زیات فضیلت لرونکې ده یا یو څوک دا ووایي چې له صحابه کرامو څخه زیات زه د عبادت شوق لرم، که صحابه کرامو رضي الله تعالی عنهم دا عمل(نه دی) کړی او زه یې کوم نو له هغه څخه زیات کم عقل نشته.

حقیقت دادی چې صحابه کرام رضي الله تعالی عنهم تابعین او تبع تابعین تر ټولو پر دین پوهېدونکي او پر دین تر هر چا زیات عمل کونکي وو، که اوس څوک وایي چې زه له هغوی څخه زیات په دین پوهېږم یا له هغوی څخه زیات د دین شوقي یم او یا له هغوی څخه زیات عبادت ګزار یم نو په حقیقت کې داسي سړی لیونی دی او د دین فهم نه لري. لهذا په دې شپه کې د عبادت خاص اهتمام کول بدعت دی هسي خو چې الله تعالی په هره شپه کې د عبادت توفیق درکړي غوره دی نو هره شپه انسان عبادت کولای شي خو د ۲۷ رجب او نورو شپو تر منځ باید په عبادت کې کوم فرق اږ څرګند امتیاز نه وي.

مأخوذ از: اصلاحي خطبات

Related posts