جون 27, 2019

غزل/خوشال درانی

غزل/خوشال درانی

سوله مې د ژوند پر هره لاره راروانه ده

راغله رانږدې شوله، بې‌خاره راروانه ده

مه کوه ظالمه! د ټوپک شپېلۍ دې لرې کړه

پس له څو کلونو انتظاره راروانه ده

دا لکه شاهين د نورو غوښې خوړل نه غواړي

دا لکه کوتره، بې‌ازاره  راروانه ده

نورې به لمبې دا ستا تر څانگو پورې نه رسي

ته به هم شې امن کې چناره! راروانه ده

ورو، ورو مې عدمه ستا لمنه درنگينه کړه

گوره زنده‌گي د وينو داره راروانه ده

تيږې دې اسمانه!کومې ورځې ته ساتلي دي

ځوړند سر د خان له کوره خواره راروانه ده

دا ملت د درد په زندۍ کوم ظالم نيولی دی

نرمه، نرمه چيغه يې له داره! راروانه ده

ما چې خلک ويني وايي دغه ژړغونکی دی

تاښيي چې هغه کنځلماره  راراوانه ده

دا ځل به رښتیا درنه د سولې زانگو جوړه کړم

بيا به همېش‌بهار شې ننگرهاره! راراونه ده

تا سره خو فکر د احساس او تخیل شته دی

دا غزل خوشاله! ستا له ډاره راراوانه ده

Related posts