پکتیکا: دولتي چارواکي د خوشامند ولسوالۍ بازار ړنګوي

 

عزم(یکشنبه، ۱۱ وری ۱۳۹۸): د پکتیکا ولایت خوشامند ولسوالۍ څخه راپورونه ورکړل شوي دي چې دولتي ځواکونه د دغې ولسوالۍ بازار ړنګوي چې خلک یې سخت اندیښمن کړي دي.

سمئیز خلک وایي چې د یادي ولسوالي قومندان (یار محمد شینواري) د حمل په ۶مه د بازار ړنګولو لپاره خلک له تراکتورانو سره ورغوښتي وو.

خلک وایي چې قومندان ورته ویلي که څوک ورنغله د نفر بر سر به دوه زره جریمه ورکوي او که څوک تراکتور لري او هغه یې رانه وستلو پنځه زره به جریمه ورکوي.

دوی وایي بازار داسې سیمه کې هم ندی چې کومه نقشه پرې راغلې وي یا د بل کوم پلان له لوري د بازار ړنګول ترسره کیږي بلکې قومندان یې په خپل امر ړنګوي.

خلک وایي همدا یې شتمنی او هر څه دي که بازار یې ړنګ شي بل ځای کې د دوکانونو جوړولو توان هم نلري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: