اپریل 21, 2019

اترا د انټرنټي بیو د کمولو او مخابراتو وزارت د فسبوک سره د تړون خبر ورکړی

اترا د انټرنټي بیو د کمولو او مخابراتو وزارت د فسبوک سره د تړون خبر ورکړی

 

عزم (شبه ۱۳۹۸ وری ۱۰)

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وایي،  له فسبوک کمپنۍ سره یې د کاروونکو د مالوماتو د مصؤنیت په موخه نوی تړون لاسلیک کړی دی.

وزارت وایي، تر دې وروسته به فسبوک سیمیزه بڼه ولري او د مخابراتو له وزارت سره به مستقیماً د دغه شرکت اداره وصل شي چې په مټ به یې د فسبوک کارنو لپاره د معلوماتو لیږد او خوندیتوب لا اسانه او با اعتباره شي.

د یاد وزارت چارواکي دغه راز وایي،  له دې تړون سره به انټرنټ هم چټک او دانټرنټ نرخونه به هم خورا را ښکته شي.

وزارت وایي، له ګوګل او نورو کمپنیو سره یې هم د ورته تړونونو په هکله خبرې پیل کړې دي او ښایي یوې پایلې ته ورسیږي.
بلخوا بیا د اترا اداره وایي چې سږکال به یې ټوله توجه د انټرنټ د بیو را کمولو ته وي.

د دغې ادارې رئیس ‏ډاکتر محمد نجیب عزیزي نن یوه خبري کنفرانس ته وویل ، مخابراتي شرکتونو ژمنه کړې چې له دې وروسته به د هر یوه اضافي ام بي انټرنیت بیه چې لس افغانۍ ده، راټیټه کړي. تر دې مهاله سلام، اتصالاتو او ام ټي ان شرکتونو د یوه اضافي ام بي انټرنټ بیې له لسو افغانیو څخه یوې افغانۍ ته راکښته کړې دي.

 

نوموړي زیاته کړه، ‏د مخابراتي شرکتونو له مسوولینو سره تر ناستو وروسته د اترا ادارې د شکایتونو د اورېدو، ۹۹۸ او ۹۹۹ شمېرو ته ټولې اړیکې په بشپړه توګه وړیا شوي دي.

عزیزي وویل، له دي وروسته مخابراتي شرکتونه د مشتریانو شکایتونو ته د سمې رسېدنې په موخه د هر شکایت لپاره مشتري ته یو ځانګړی نمبر ورکوي

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *