امریکایي ډیپلوماټان د حمدالله محب له امله غونډې څخه وتلي

 

عزم(سه شنبه، ۶ وری ۱۳۹۷): حکومت کې دننه او له حکومت څخه بهر یو شمیر سرچینو ویلي چې تیره ورځ په ارګ کې د ناټو غړیو هیوادونو سفیرانو غونډه روانه وه، چې امریکایي ډیپلوماټانو هغه مهال غونډه پریښودله کله یې چې په حمدالله محب سترګې ولګیدلې.

ارګ یاده غونډه او له غونډې د امریکایي ډیپلوماټانو وتل نه مني خو حکومت کې دننه او بهرنی سرچینې تائیدوي چې امریکایي ډیپلوماټانو د حمدالله محب له لیدو سره کاغذونه پر میز پریښودل او دوی د غونډې له تاره و وتل.

دا پداسې حال کې دی چې رویټرز خبري اژانس تیره اونۍ خبر ورکړی وو چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت له لوري اشرف غني سره په یو تیلیفوني تماس کې ویلي چې محب سره هیڅ ډول تعامل نور نه کوي، که هغه د امنیت شورا دفتر کې شتون ولري د دغه دفتر عملې ته پیسې هم نه ورکوي او په راتلونکي کې محب ته د امریکا ویزه هم نه ورکوي.

حمدالله محب امریکا ته د سفر پر مهال په خلیلزاد باندې نیوکې وکړې او ویې ویل چې هغه غواړي ځان د افغانستان وایسرای جوړ کړي، حکومت یې څنډې ته کړی، طالبانو سره د مذاکراتو په اړه هیڅ ډول معلومات نه ورکوي او غواړي خپل ملګری خلیلزاد راوړاندې کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه مهدي افضلي ویلي چې ولسمشر غواړي محب به خپله دنده پاته شي، خو دا خپله دیته لار هواروي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکې نورې ترینګلې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close