اپریل 21, 2019

که دولت د پنځو لمونځونو په ځاي درې لمونځونه رسمي کړي!!!!!!

که دولت د پنځو لمونځونو په ځاي درې لمونځونه رسمي کړي!!!!!!

 

ليکوال : قاري سعيد خوستی

دې ورځو کې د نوروز د لمانځلو موضوع ډیره ګرمه ده. د نوروز لمانځل حرام دي او د حرمت لپاره یې کافي دلایل شتون لري او تر ټولو مهمه دا چې دا یوه مختلفٌ فیه (چې د امامانو پکې اختلاف وي) مسئله هم نه ده بلکې د امت د څلورو مذهبونو امامان په دې یوه خوله دي چې نوروز د مجوسیانو اختر دی او لمانځل یې حرام دي. دا یواځې نوروز نه بلکې نور کفري اخترونه لکه کرسمس، ټرکي ډې، تینکس ګیوینګ او ورته اخترونه لمانځل د دې اخترونو د احترام په دود کفر او په عادي ډول لمانځل یې حرام دی.
د نوروز د لمانځلو په حرمت کې د امت هیڅ عالم او امام اختلاف نه دی کړی.
خو د تعجب ځاي دا دی چې دلته د دربار ملایان د نوروز د روا والي لپاره هم دلایل تراشي. دوي استدلال کوي چې د نوروز د حرمت لپاره صریح صحیح حدیث نشته.
د افغانستان ولس مسلمان دی او په څلورو مذهبونو کې بیا د امام ابوحنیفه پیروان دي. موږ مقلدین یو او مقلد د هرې مسئلې د دلیل غوښتنه نشي کولی. دا ډله خلک کله د حنفیت چیغې وهي او د وهابیت او وهابیانو خلاف خولې خلاصوي خو په ورته مسائلو کې بیا دوی غیرمقلدین او وهابیان شي او د یوې مسئلې لپاره حدیث غواړي.
خو اصلي ستونزه په بل ځای کې ده. دغو خلکو خپل دین د دربار او ارګ تابع کړی نو که احیاناً دولت اعلان وکړ چې نور به د ماسخوتن او سهار لمونځ فرض نه ګڼل کیږي، د دربار دا کنجاړه خواره به بیا وایي: راوړئ له قران څخه دلیل چې صراحةً پکې د ماسخوتن او سهار د وختونو یادونه شوي وي.
زموږ لپاره د مذهب د لاندې معتبرو کتابونو عبارات بس دي.
د حنفی فقهې معتمده فتاوی ردالمحتار علی الدر المختار چې په فتاوی شامي شهرت لري، داسې لیکي:

(ﻭاﻹﻋﻄﺎء ﺑﺎﺳﻢ اﻟﻨﻴﺮﻭﺯ ﻭاﻟﻤﻬﺮﺟﺎﻥ ﻻ ﻳﺠﻮﺯ) ﺃﻱ اﻟﻬﺪاﻳﺎ ﺑﺎﺳﻢ ﻫﺬﻳﻦ اﻟﻴﻮﻣﻴﻦ ﺣﺮاﻡ (ﻭﺇﻥ ﻗﺼﺪ ﺗﻌﻈﻴﻤﻪ) ﻛﻤﺎ ﻳﻌﻈﻤﻪ اﻟﻤﺸﺮﻛﻮﻥ (ﻳﻜﻔﺮ) ﻗﺎﻝ ﺃﺑﻮ ﺣﻔﺺ اﻟﻜﺒﻴﺮ: ﻟﻮ ﺃﻥ ﺭﺟﻼ ﻋﺒﺪ اﻟﻠﻪ ﺧﻤﺴﻴﻦ ﺳﻨﺔ ﺛﻢ ﺃﻫﺪﻯ ﻟﻤﺸﺮﻙ ﻳﻮﻡ اﻟﻨﻴﺮﻭﺯ ﺑﻴﻀﺔ ﻳﺮﻳﺪ ﺗﻌﻈﻴﻢ اﻟﻴﻮﻡ ﻓﻘﺪ ﻛﻔﺮ ﻭﺣﺒﻂ ﻋﻤﻠﻪ. (شامي جلد۶صفحه۷۵۴)
ورته مضمون د بحرالرایق هم لیکلی. (بحرالرایق ج ۸ ص۵۵۵)
مجمع الانهر بل معتبر حنفي متن هم دا مضمون راوړی.
(مجمع الانهر ج۲ص ۵۷۴)

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *