بغلان: د ملي امنیت ریاست ته څیرمه چاودنه شوې

 

عزم(دوشنبه، ۲۷ کب ۱۳۹۷): نن ماخوستن مهال شاوخوا اته بجې د بغلان په مرکز کې د ملي امنیت ریاست ته څیرمه چاودنه شوې.

د بغلان ولایت څخه راپورونه ورکړل شوي چې د یادې چاودنې په ترڅ کې د پولیسو رنجر تخریب شوې، دوه پولیس وژل شوي دوه نور ټپیان دي.

ویل کیږي چې چاودنه د هغه ماین له امله رامنځته شوې چې تر مخ د پولیسو په رنجر کې ځای پرځای شوی وو.

د بغلان ولایت د صحت عامې مرستیال ډاکټر عبدالعلیم غفاري رسنیو ته ویلي چې د پیښې له ځایه دوه جسدونه او دوه ټپیان وروړل شوي دي.
چارواکي وایي چې د پیښې تر پلټنو وروسته به رسنیو سره جزئیات شریک کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close