مارچ 23, 2019

میدان وردګ: امریکایانو لیسه او جوماتونه سوځولي؛ ګڼ کسان یې شهیدان کړي

میدان وردګ: امریکایانو لیسه او جوماتونه سوځولي؛ ګڼ کسان یې شهیدان کړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۲۴)

له میدان وردګو ولایت نه ورکړل شوي خبرونه وایي چې د دغه ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اړوند د شیخ آباد په سیمه کې امریکایانو د خپلو افغان ملګرو په ملتیا پر ولسي خلکو چاپه و هلې او د سر اومال دروند زیان یې ور اړولی دی.

سیمیزې سرچینې وایي، چاپه د نوریو، کوډۍ او زرین خیلو په نامه کلیو باندې وهل شوې چې په ترڅ کې یې ګډوځواکونو د کلي ملا امام او څو تنه نور کلیوال وګړي، په خورا قساوت سره شهیدان کړي دي.

ځایي خلک وایي، ګډوځواکونو د چاپې په ترڅ کې څو جوماتونه تخریب او د سیمې یواځنۍ عالي لیسه یې هم په منفجره توکو ویجاړه کړې ده.

خبر زیاتوي، امریکایانو په سیمه کې د څو کورونو دروازې په بمونو الوزولې او له کورونو یې  قیمتي توکي او زیورات هم لوټ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ورته وخت کې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په سهاکو سیمه کې هم د افغان او امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې د یوه پلار او دریو زامنو په ګډون ۶ کسان وژل شوي دي.
شنونکي وایي،  ارګ له امریکا سره په سیاسي برخه کې د جنجال سربیره په نظامي برخه کې له هغوی سره یوځای د ولسونو وژلو ته هم مټې را نغښتې دي او هڅه کوي د یوې سرتاسري سولې رامنځته کیدل له جدي ستونزو سره مخ کړي

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *