مې 24, 2019

پکتیا: د ګډوځواکونو په عملیاتو کې کې شپږ تنه ولسي کسان شهیدان شوي

پکتیا: د ګډوځواکونو په عملیاتو کې کې شپږ تنه ولسي کسان شهیدان شوي

(عزم جمعه ۱۳۹۷ کب ۲۴)

له پکتیا ولایته ورکړل شوي خبرونه وایي، چې د دغه ولایت د زرمت ولسوالۍ اړوند د سهاکو د هیبت خیلو په سیمه کې د افغان او امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې د یوه پلار او درۍ زامنو په ګډون ۶ تنه ملکي کسان شهیدان شوي دي.

سیمیزې سرچینې وایي، ګډوځواکونو په سیمه کې ګڼ کورونه نړولي او او د سیمې خلکو ته یې لوی زیانونه ور اړولي دي.

ځایي خلک وایي، ګډوځواکونو یاد بیګناه کسان په ډیر قساوت سره شهیدان کړي دي او له کورنیو سره یې دروند وحشت تر سره کړی دی .

دا په داسې حال کې ده چې څو اونۍ وړاندې د پکتیا والي له زرمتي مشرانو سره په خبرو کې ویلي و، د ګډوځواکونو د جنایاتو څیړل د دوی تر صلاحیتونو پورته خبره ده او سیمیز خلک دې له دوی نه ورته هیلې نه کوي

Related posts