مارچ 23, 2019

ښکنځل نه کول

ښکنځل نه کول

عزت الله قاسمي

مسلمان بايد هر وخت له سپکو سپورو ځان وساتي، ښکنځل کول که د چا په ذهن او اخلاقو بده اغيزه لري، خو له بلې خوا په اسلام کې هم له ښکنځلو او ښکنځلمارۍ سخته منعه راغلې.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:« سِبَابُ الْمُسْلِمِ فُسُوقٌ»[البخاري].
ژباړه: د مسلمان ښکنځل فسق دی.
بل ځای رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:« إن الله يبغض الفحش والتفحش والذي نفس محمد بيده لا تقوم الساعة حتى يخون الأمين ويؤتمن الخائن حتى يظهر الفحش والتفحش»[مسنداحمد]
ژباړه: بېشکه الله جل جلاله ښکنځل او ښکنځلماري نه خوښوي، په هغه ذات مې دي قسم وي چې د محمد صلی الله علیه وسلم روح يې په ولکه کې ده، قيامت به تر هغه رانشي تر څو چې امانت دار خائن او خائن امانت دار وګڼل شې، او ښکنځلې او ښکنځلماري څرګند شي.
او بل حديث کې راځي:« لَمْ يَكُنْ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَاحِشًا وَلَا مُتَفَحِّشًا وَكَانَ يَقُولُ إِنَّ مِنْ خِيَارِكُمْ أَحْسَنَكُمْ أَخْلَاقًا»[البخاري].
ژباړه:رسول الله صلی الله عليه وسلم نه ښکنځل کول او نه يې هم ښکنځل عادت ؤ، بلکې وېل به يې: غوره خلک هغه دي چې ښه خوی(اخلاق)ولري.
د خوږ پيغمبر صلی الله علیه وسلم د دواړو جهانونو سردار به د ترټنې په وخت څه ويل؟ حضرت انس رضي الله عنه وايي:« عَنْ أَنَسٍ قَالَ لَمْ يَكُنْ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَاحِشًا وَلَا لَعَّانًا وَلَا سَبَّابًا كَانَ يَقُولُ عِنْدَ الْمَعْتَبَةِ مَا لَهُ تَرِبَ جَبِينُهُ»[البخاري].
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم ښکنځل کونکی، سپکې ويونکی او لعنت ويونکی نه و، موږ ته به يې د ترټنې په مهال وېل: ده ته څه ورپېښه ده ټنډه دې سپېره شي.
نو ای مسلمانه!! ما او تا ته د ترټنې په وخت ښکنځل او که په نبوي لارې تلل پکار دي؟
هر مسلمان ته ضروري ده،چې له ښکنځلو او سپکو خبرو په کلکه ځان وساتي او خپله کورنۍ او ملګرې له دغه ناوړه خويه وساتي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *